غزني کې موټر ټکرکېدو ، ۱۱۰ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

عزم : (یک شنبه، غويي ۱۹مه ۱۳۹۵ل): د کندهار ــ کابل په لویه لاره د غزني ولایت د مقر ولسوالۍ د لړم سیمه کې دوه ۳۰۳ موټر د تیلو ټانکر سره ټکر شوي چې له امله یې ، ۵۰ تنه وژل شوي او ۶۰ تنه نور ټپیان شوي دي.
د مقر ولسوال وحیدالله وایي ، ۶۰ تنو پورې موټرو کې بند پاته شوي او پر موټرو اوربل دی خو پولیس سیمې ته رسېدلي او هڅه کوي بند کسان راوباسي، وحیدالله وایي تمه نلري چې بند پاتې شوي کسان دې ژوندي پاتې وي.
د غزني د ملکي روغتون ډاګټر باز محمد رسنیو ته ویلي، د پېښې له ځایه ۷۰ تنه ټپيان ور وړل شوي چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي خو د ډېرو سوځېدلو ټپيانو وضعیت خراب دی.
پېښه نن ګهیځ ۶ بجې رامنځته شوې ده.
اصف افغان
Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button