طالبان باید د علماءسوء مخنیوي ته جدّي توجه وکړي

بدر منصور

د افغانستان په مقدسه خو اشغال شوې خاوره کي په کابلۍ اداره کي د علماؤ په نامه څو شیطاني پوکۍ شته ، چي د افغانستان د اشغال او داسلام د له منځه وړلو او تحريفولو لوی سبب هم شول، دوی چي کوم جرائم، تحريف، د کفارو ستاینه، د الله (ج) سره ښکاره دښمني، حتی په ځینو مواردو کي کفر تر سره کوي/ نو د الله (ج) پاک کتاب قرآن کریم يې علماءسوء او خره ګڼي،
(( مثل الّذین حمّلوا التّوراة ثمّ لم یحملوها کمثل الحمار یحمل أَسفارًا ، بئس مثل القوم الّذین کذّبوا بآیات الله ، و الله لا یهدي القوم الظالمین )) (5) سورة الجمعة
دا ثابته خبره ده چي په اصطلاح د علماؤ د شورا ملایان د دې پر ځای چي د قرآن د تحمّل او خدمت زمه پر غاړه واخلي بالمقابل يې د الله (ج) دښمنۍ او د قرآن تحریف او تکذیب ته ملا تړلې ده، هوکې دې تش په نامه ملایانو د نړۍ لویو طاغوتانو او د فرعونیت په ګدۍ ناستو د ربوبیت سرکښه دعوه دارانو ته د یارۍ او موالات لاس ورکړی دی، الولاء و البراء چي د ایمان په شرائطو کي راځي دې کابلیو ظالمو ملایانو ور څخه غلته استفاده کړې ده او بالعکس يې استعمالوي د الله (ج) د دوستانو سره د وینو څیښلو دښمني او د الله (ج) د دښمنانو سره په اخلاص مصافحه او معانقه کوي، زړه يې غواړي چي کله کله د ډالرو د لاسته راوړلو لپاره د بګړۍ او لويې ږيري سره سره د نجسو کافرانو لاسونه ښکول کړي، اشغالګرو او متجاوزینو کافرانو ته يې د استیمان (امن) او مېلمتوب حق ورکړ، په هیواد کي چي کوم پلیت اساسي کفري قانون ترویج او د الله (ج) سپېڅلی کتاب قرآن کریم شاته وغورځول شو عاملین يې همدا د شورا بې شرمه اخوندان وه، په یوه غیرتي او د حیا ډک هیواد افغانستان کي يې جنسي بدعملیو او لواطت ته اجازه او پراختیا ورکړه د خلګو آن د ولس مشر څخه يې پته ورکه کړه چي جنسي تېری ښه او که بد کار دی؟ ولس مشر په لوړ آواز د غیرتي افغانانو په مخکي وویل چي پر ما جنسي تېری شوی دی، په ډېر مکر سره يې د سپېڅلي جهاد عنوان او معنا بدله کړه اوس خلګو ته جهاد په قلم، جارو، صفايې، کوښښ، او نورو ……. تعریفوي هغه د رسول الله (ص) او صحابه کرامو (رض) د توري جهاد ته وحشت او افراطیت وايي، دا علماء سوء د قرآن د سوځېدلو پر مهال ګونګ او چوپ وي خو چي کله ایمانداره انسانان د اور اچونکو مجرمانو پر ضد اقدام او دالله (ج) د کتاب دفاع کوي/ نو دا ظالمان يې سمدستي مخه نيسي او د تروریست ټاپه پرې وهي، دې غلامانو سود ته چي د الله (ج) په نزد ډېر مبغوض او ناروا عمل دی الله (ج) يې فاعل د ځان محارب دښمن ګڼي په پراخه کچه اجازه او ترویج ور کړ، اوس په دې کوښښ دي چي د قرآن کریم څخه د جهاد قصاص او حدودو اړوند سورتونه او آیاتونه غوڅ کړي او قرآن د سیکولري طبیعت موافق جوړ کړي، هوکې دوی د الله پر کتاب بې باوره دي د (فاقطعوا ایدیهم) او دې ته ورته نور احکام ورته ظلم ښکاري، العیاذ بالله. د شورا ملایان چي کله قرآن لولي نو هيڅکله ورته د ستر آیاتونه (و قَرنَ في بیوت …….. ) مخي ته نه راځي نو ځکه د هري خارجي او داخلي نامحرمي سره په دفاترو کي بېخاره خلوت کوي، د اسلامي امارت پر مجاهدینو د آی اس آی د د دروغجن تور لګولو کیغه هم لومړی د دوی له نجس کومي پورته شو، همېشه کافرانو او ګوډیاګیانو ته يې د مجاهدینو او غازیانو القاب ورکوي خو هغه حقیقي مجاهدین چي د الله (ج) د رضا لپاره يې د الله (ج) قسم خوړلی دښمن راڅملولی دی په ارتداد افراطیت او نورو تورونو تورنوي، کله چي مؤمنان ورته د قرآن آیة یا نبوي حدیث پېش کړي نو دا ظالمان د دې پر ځای چي ځان وپوهوي پر مؤمنانو حتی لویو علماؤ د خوارجو ټاپې وهي، د استشهاد د مخنیوي لپاره يې څه باندي لس کلونه خواري او تلبیس ابلیس وکړ خو دا چي د اسلام د دين د حفاظت زمه الله (ج) اخیستې ده نو الله (ج) دا ظالمان په دې دنیا کي د سخت ذلت او شرميندګۍ سره مخ او په آخرت کي به دردونکې سزا ورکړي د استشهاد بله ډېوه ورځ تر بلي په پراخېدو ده، د شپږو اسیرو اتلانو اعدام هم د دوی په غوښتنه او مشوره تر سره شو، په هیواد کي د ننګیالیو افغانانو نیونه، اختطاف، تعذیب، او شهادت، او د تنکیو ماشومانو، بوډاګانو، مېرمنو، حتی ناویانو، بې درېغه وژنه بمبار لوټ او تالان هم د دې سوء علماؤ د فتوا ثمره ده،

دا چي اسلام حق دین او پیروان يې ناجیه او بریمن دي، جهاد د غیرت سرلوړۍ او بقاء راز دی، آخري فتحه او بری د مسلمانانو دی، د مؤمنانو سره په چارو کي الله (ج) مل دی، نو مسلمانان باید د داسي غولونکو بې ننګو ملایانو په مقابل د (اشدّاءُ) الهي لارښوني ته جدّي توجه وکړي، او دا ظالمان هغو شازلمیانو ته په ګوته کړي چي باروت تر سینه د الله (ج) امر ته انتظار ولاړ دي، تر څو فدايي پتنګان خوب پرې حرام او زړونه پکښي وچوي، موږ د مسلمانانو په صفت د هغي ورځي انتظار کوو چي د استشهاد الشهاب الثاقب ستوري به د شورا پر شیطانانو لکه تندرونه نازليږي او د جهنم ابدي کندي او د الله (ج) حساب ته به يې ليږي،
یرَونهُ بعیدًا وَّ نراهُ قریبًا .

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button