دروژې پنځلسمه تحفه

لیکوال: ډاکتر نثار احمد صمد واصفي

نننی زرین اصل :

روژه د جسم او روح دواړو له پاره ده . جسم د خوراک ، څښاک او جماع څخه منع وی . هر روژیاتی باید د غیبت ، درواغو ، تهمت ، چغلیو ، حسد او نورو څخه ځان پخپله منع کړی . خو روحانی اړخ یې دا دی چی روژه انسان متقی کوی ، یعنی : روح پیاوړی کوی ، توبه مساعدوي ، ګناهونه سوځوي ، معنوی او فرهنګی بیا رغونه ایجادوي او باالاخره ایمان ټینګوي . څنګه ؟ داسی که جسمانی روژه رښتیانۍ او صادقانه وی نو یو مسلمان به ډیر عبادات ، نوافل ، تسبیحات ، ذکر او تهلیل کوی ؛ تلاوت ، عفو ، ښه سلوک ، حوصله ، صبر ، حِلم او زغم ، تواضع ، صدقه او خیرات….. به کوی . نو ځکه روژه یوه روحانی توښه ده چی مسلمانان یې د ځانو سره آخرت ته وړی . او دا هم پنځلسمه تحفه ( نثار احمد صمد واصفی ) :

 

اې ژبې له خدایه وبيریږه !

حضرت ابوسعيد رضي الله عنه روایت کوی چی پيغمبر عليه السلام وفرمايل :

کله چی سهار سي نو د انسان په جسم کی چی څومره اندامونه دي هغوی ټوله ژبې ته ووايي : اې ژبې ! له خدایه وبيرېږه ! ځکه چی موږ ټول ستا تابع يو ، که چیري ته سمه یې نو موږ به هم سم يو او که ته ناسمه يې نو موږ به هم ناسم يو ( ترمذی ) .

هو ، په رښتیا چی ژبه هم کلا ده هم بلا . په دغه ډیر آفاقی ، آموزنده او له عبرته ډک حدیث کی د انسان د ورځني ژوندانه لاره او تلن لاره پرته ده . دا یوه عظیمه لارښوونه او پوهوَنه ده چی صرف مخلصانه مراعاتول غواړی .

موږ او تاسی ګورو چی د ژبی وزن ډیر سپک دی ، خو خورا لږ خلک هغه اخیستلای او سنبالولای سی ! حضرت ابوبکر صدیق (رض) فرمایلی دي چی « انسان ته ډیر مصیبتونه د خپلی ژبی څخه ورپیښیږی .»

په رښتیا هم خوږه ژبه د الله (ج) یو نعمت دی . فیثاغورث ویلی دي چی « د بدن د ټولو غړو له جملې څخه ژبه ډیره سرکښه ده .» نو که موږ او تاسو دغه سرکښه غړی کنټرول کړو ، معنی دا چی تر نیمایی زیات ګناهونه مو کنټرول کړل ! پس الله دی هر مسلمان ، منجمله هر افغان ته د ژبی د صحیح مهارولو توفیق عطا کړی .

مګر هو ګرانو دوستانو ، زهرجنه او نفرت پارونکې لیکنه هم په بده ژبه کی شامله ده !

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button