د نړۍ تر ټولو ګران بیه ساعت بازار ته وړاندي شو

[احمد سعید]

د ګران بیه ساعتونو په باره کې مو کیدای شي زیاتي خبري اوریدلي وي، دغه ډول ساعتونه اکثره له سرو زرو جوړ شوي وي، لیکن نن په دي راپور کې د یو داسي ساعت په هکله معلومات درسره شریکوو چې د نړی تر ټولو ګران بیه ساعت دی، دغه ساعت چې “دابل تربیلون ۳۰”  په نامه نومیږی د ګلوبل فورسی  (Greubel Forsey) شرکت لخوا جوړ او بازار ته وړاندي شوی دی.

دغه ساعت 1.275 میلیون ډالره قیمت لري، نه له سرو زرو  او نه هم له الماسو جوړ دی او نه هم کوم داسي زیرک ساعت دی، بلکه کمال یې دا دی چې له ډول خالص ښیښي چې د سافایر (کبود یاقوت) په نامه یادیږي، دومره شفاف او روڼ جوړ شوی دی چې ټول ۳۹۶ موجوده داخلې پرزي یې چې په ساعت کې کارول شوي دي ، له بهره ښکاره کیږي.

دغه ساعت چې د افغانیو په حساب تقریبا ۶۵ میلیونه افغانۍ قیمت لري، په آمریکا کې بازار ته راغلی او جوړونکي کمپنی یې یواځي ۸ دانه دغه ډول ساعتونه جوړ کري دي.

 

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button