پرهرژلیه ! بلینډه بدرۍ

شاعره : بلینډه بدرۍ

څه له ویر ډکه کیسه ده پرهرژلیه
ستا په وینو باندې سره ده پرهرژلیه
په غمبورو د انګار راتیره شوې
سوې لوې دې بشره ده پرهرژلیه
ته په ژۍ د خپل ژوندون مړ ژواندی پروت ېې
خو څپانده دې جزبه ده پرهرژلیه
هسې پام دې د زخمو غلطومه
غوږ شه څه ښه قصیده ده پرهرژلیه
مات لښکر ېې په ټپو چې بیرته جوړ کړ
دا ملاله بلینډه ده پرهرژلیه

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button