اوښکه په مزار: ذاکر یاسیني
ذاکر یاسیني
يوه اوښکه مهاجره د رخسار کلي ته راغله
وه اخترکې دردېدلې جې د يار کلي ته راغله
رخسار غیږه کې واخيسته پوښتنه يې ترې وکړه
وه ولې دردېدلې خوار وزار کلي ته راغله
دا څوک د چا د خاورو په کور ژاړي او فرياد کړي
د پورې هديرې له خړ مزار کلي ته راغله
احوال به يې کړي څوک لږ رامعلوم چې څه کيسه ده؟
د خاورو غوندې خړه بې سينګار کلي ته راغله
لاسونه يې خپل رب ته پورته کړي دي او سلګۍ کړي
په ورو ورو ژړېدله په کرار کلي ته راغله
سلګۍ سلګۍ کيدله له بڼو يې رخصت واخيست
په چيغو چيغو بيا يو ځل د پلار کلي ته راغله
له ډيره غمه نشوله په لاره سمه تللای
نو ځکه ياسيني پرهار پرهار کلي ته راغله