ولې اسلامي مشران د کفري نړۍ په بریا خوښ او په غم اوښکې تویوي!!؟

فرهاد کابلی

که وکتل شي اسلامي مشران ډیر کله په کفري نړۍ او په تیره بیا په لویدیځوالو هر ستر او کوچنی برید په سختو الفاظو غندي
له کله هم چې موږ د دې خبرې تحلیل کوو څو شیان ضروري چې د دې دیپلوماسۍ ابعاد را په ګوته کړي.

لکه څرنګه چې له پیل څخه دساینس او ټیکنالوژي ځانګړنه له مسلمه امت سره وه، چې وروسته بیا ترې کفري نړۍ په د امتیازات دخبل ځان وګرځول ، مسلمه امت یې په خپل منځي شخړو او مشکلاتو کې ښکیل کړ او دوی د پرمختګ په مسیر قدم واخیست.
د کفارو د غښتلتیا له کبله د مسلمانانو بچیان، زدکونکی هم د هغوی ملکونو ته د زدکړې په خاطر ورغلل هلته ورته د هغو نظریه، فکر، فرهنګ او ایډیالوژي په سیتماتیک ډول پیچکاري شوه چې وروسته یې د هغوی په خپلو هیوادونو کې خورا ښه کار ترې واخیست. پوهان وایی .
(د یوه قوم سره له جګړې دا ګټوره ده چې د هغوی فکر خپل کړي، کله یې چې فکر خپل شو بیا داسې وتړل شي چې هیڅ رسۍ، پړي ته یې حاجت نه پاته کیږي.)

لکه څرنګه چې د استاد ټول کړه وړه په شاګرد مثبت، او منفي اثر ښندي. نو بنأ د اوسنی اسلامي ملکونو اکثریت ولسمشران د غربیانو د فکر او فرهنګ لارویان ځکه دي چې له هغو یې زدکړې کړې. هغوی روزلي، او هغوی پرې پانګونه کړې ده.
تاسو فکر وکړئ
په دې وروستیو کې په لویدیځه نړۍ کې بریدونو خورا زور اخیستی ورځ تر بلې د کفري نړۍ تر منځه ترینګلتیا مخ په زیاتیدو ده، مشکلات ورځ تر بلې ورته په ډیریدو دی.
خو تر هر چاډیر د بعضې اسلامي ملکونو واکمنان دهغوی غم ته سر په ځنګون ناست او اوښکې تویوي.

که د دوی په کور، چم مالت کې هر څومره غم وي خو بیا هم دا تحمیل شوې دیپلوماسي دوی عملي کوي. او دهغوی غم د ځان غم ګڼي.
داځکه چې دوی ټولې هیلې د هغوی تر وجود او عدم پورې تړلې.
د نورو په قطار کې زموږ د مخکینی او اوسنی ادارو ولسمشران هم شامل دي.
د دوګونې ادارې مشرانو په امریکا کې وروستی اتلوال برید چې د همجنسبازانو په مرکز وشؤ، د دې پځای چې هغه بریدګر چې افغانی ؤ هغه وستایی یا یې اقلا تقبیح خو نکړي.
په تر ټولو سختو ټکو وغانده. حتا تر دې چې له هغو اشغالګر امریکایانو چې زموږ کور او وطن یې په زور اشغال کړی هم وغوښتل چې دا برید په افغانانو تحمیل نکړي او افغانان ترهګر ندي.
هغه مشران چې د کندوز په روغتون برید باندې خوله پټي شول کړه. د ډنډغوري په ظلمونو هم خوښ بریښیدل، او د خپل لمړي مرستیال په وحشت یې هم څه نشو ویلی خو بې واره یې د کفر په مراکزو بریدونه غندل او د تسلیت مراتب یې ورته وړاندې کول.

تیر کال یوې مجلې
د نبی کریم ص کاریکاتور نشر کړ. او ورسره ویې کښل چې دا ستر ترهګر ؤ نعوذ بالله. دوی چپ پاته شول.

خو کله چې هغه توهینکونکي کفار د نامعلومو غازيانو لخوا ووژل شول،

لمړی دخواشینی پیغام د افغان جمهور رئیس ؤ چې د تسلیت مراتب یې ور واستول.

دلته خبره داده چې موږ د کومو مشرانو تر سیطرې لاندې ژوند کوو آیا پر ضد یې قیام روا دی کنه
؟!

نو که مشر فاسق شي، حتا تمایلات یې هم د کفر لور ته وي ملت هم د هغوی لور ته سوق کوي، او حتا د هغوی په امر او فرمایش حکمتولي کوي. نو بغاوت ترې واجب ده او پر ضد یې قیام فرض ده.

ځکه داسې چاته کفري ګټې او قوانین تر اسلامی هغو ډیر معتبر وي نو خدای مه کړه چې اسلامي ملک دیو کفري ملک په څیر ونه ګرځوي نو باید مخه ونیول شي،.

موږ دا نه وایو چې له نورې نړۍ سره دې اړیکې پرې کړي موږ وایو لکه څنګه چې موږ مسلمانان یو اقلا خو باید د استقلال فکر ولرو .
تیره ورځ چې په وارسا کې امریکایانو د خپلو ګټو دتحفظ په خاطر تر ۲۰۲۰ کال پرورې خپل ماموریت تمدید کړ. ارګمیشتو په خپل منځ کې دخوښۍ زیري سره ورکول. د هغوی راتلو ته یې ښه راغلاست ویل. خو چې میاشت مخکې حزب اسلامي د راتګ هڅه وکړه په یو غږ یې دهغوی د راتګ مخه ونیوله او په دې بهانه چې ګواکې حزب اسلامي خپل شرایط سخت کړ ځواب ورکړ.
د هر افغان دا تمنا ده چې اشغال ختم او اسلامي نظام نافذ شي.
خو چې بلواکي ارګمیشتي د خپلې بقا خوبونه پکې ویني نو

د امن او صلحې د فرښتې وجود او راتګ

این حال است محال است جنون

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button