طالبانو په بیلا بیلو ولایتونو کې ډیری پوستې او پوځي پنډغالي نیولي دي ( تفصیلي راپور)

عزم ( چهار شنبه وږی ۱۰مه، ۱۳۹۵ل ): د بغلان ولایت چارواکو په دې ولایت کې د طالبانو سره د خونړیو نښتو راپور ورکړی د والي ویاند وایي چې دولتي سرتیرو په دې ولایت درې ورځې پرله پسې د وسلوالو طالبانو پر سنګرونو تهاجمي عملیات کړي او شل تنه طالبان یې وژلي دي.
طالبانو هم د بغلان په ولایت کې پخپلو ورکړو راپورونو کې د درنو نښتو په تآئید ویلي چې دولتي سرتیرو ته یې درنه مرګ ژوبله اړولي او د مرکز ي بغلان ولسوالۍ شهرکهنه سیمه کې دکوږ چنار له استقامت څخه په پوستو او پوځي مرکزونو او د پلخمري ولسوالۍ د ډنډشهاب الدین اړوند د حاجي ملک په نوم په مهمه قرارګاه او ورسره امنیتي پوستو بریدونه کړي او تیره شپه یې له یوې مخې پخپل کنترول کې اخیستي د دوی په خبره درې ټانکونه یې نیولي او د حاجي ملک د زوی چې د قرارګاه قوماندان و جسد یې په قرارګاه کې پاتې دی همدغه راز یې د یادې ولسوالۍ د حسین خیلو په سیمه کې درې پوځي پنډغالي نیولي پنځه تنه عسکر یې وژلي او زیات شمیر وسلې او مهمات یې ترلاسه کړي دي.
اوس د کندز او بغلان ترمنځ لویه لاره وسلوالو طالبانو په همدې سیمه کې د دولتي سرتیرو پرمخ تړلي ده.
د فراه په ولایت کې هم طالبانو د خپلو بریاوو په اړه خبر ورکړی او وایي چې د بالابلوک ولسوالۍ د خاجدار او شیوان په سیمو کې یې د جمعه خان سرای په نوم ستره پوځي قرارګاه او دوه پوستې تیره شپه نیولي ، ۲۰ تنه حکومتي سرتیري یې وژلي او ۱۵ نور یې ټپي کړي دي.
طالبان وایي : لسګونه میله سپکې او درنې وسلې او لسګونه زره مرمۍ او نور پوځي توکې یې ولجه کړي دي.
د فراه ولایتي چارواکي د جګړې پخلی کوي او وایي چې ګڼ شمیر طالبان یې وژلي دي او سیمې ته یې تازه دم سرتیري لیږلي دي. خو طالبان وایي چې ۲ تنه جنکیالي یې وژل شوي او پنځه تنه ټپي شوي دي
طالبان زیاتوي چې د فراه او فراه رود ترمنځ په غځیدلي لویه لاره یې هم له هغو تازه دمه دولتي سرتیرو سره درنه جګړه پیل کړي چې سیمې ته د خپلو پوځیانو د مرستې لپاره را روان وه.
بل خوا د کندهار په معروف او میانشین ولسوالیو کې هم دولتي سرتیرو درې پوستې له لاسه ورکړي وسلوال طالبان وایي : په دواړو ولسوالیو کې یې ۱۹ تنه دولتي سرتیري وژلي، په درې واړو پوستو کې یې زیات شمیر سپکې او درنې وسلې ولجه کړي دي.
د کندهار ولایت دولتي چارواکو په دې اړه تر اوسه رسنیوته څه نه دي ویلي.
د یو بل خبر له مخې د غزني ولایت خوګیاڼو ولسوالۍ ولي کلا په سیمه کې طالبانو د محلي پولیسو یوه مهمه پوسته د تعرضي برید په ترڅ کې نیولي، پنځه تنه اربکیان یې وژلي او ۴ تنه یې ټپیان کړي دي.
د غزني ولایت خوګیاڼو ولسوالي تیر کال د وسلوالو طالبانو لاس ته لویدلي او دا یې وروستي مهمه پوسته وه چې تر اوسه د طالبان لاس ته نه وه لویدلي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button