د کابل- کندهار په لویه لاره ترافيکي پيښي ۱۴ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

د  کابل – کندهار په لویه لاره د غزني ولایت اړوند سیمه کي د یوې ترافيکي پيښي له امله ۶ تنه وژل شوي او ۸ نور ټپیان شوي دي.

پېښه نن له غرمې وروسته شاوخوا یوه بجه د مقر ولسوالۍ د بازو کلي په سیمه کي رامنځ ته شوې ده.

د غزني د عامې روغتیا رئيسي ضیاءګل اسفنده یی ویلي، دغه پېښه د یوه ۳۰۳  بس او سراچې موټر د ټکر له امله رامنځ ته شوې ده.

په پېښه کي ټپیان او وژل شوي ټول د سراچې سپرلۍ او د یوې کورنۍغړي دي.

د غزني د ولایتي روغتون رئيس بازمحمدهمت ویلي، د پيښي ټپیان دوی ته ور وړل شوي، چي د دوو تنو روغتیايي وضعیت يې نازک وو او هغوی کابل ته وليږل شول.

نوموړي ویلي، په وژل شویو او ټپیانو کي میرمنې او ماشومان شامل دي.

په سیمه کي عیني شاهدانو ویلي، ۳۰۳ موټر په ډیره تیزي سره روان و او سراچه موټر يې وواهو.

باید وویل شي، چي د موټر چلونکو د بې احتیاطي له امله د هیواد په بېلابېلو سیمو کي دغه ډول پيښي زیاتې رامنځ ته کیږي.

عادل خپلواک

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button