حلب په اور سوځي

حلب سوځي (حلب تحترق) دا هغه پيغام دی، چي د حلب مومن، مظلوم او نور مسلمانان يې د اسلامي نړۍ او نړيوالي ټولنې د راويښولو لپاره وايي او د شعار په توګه يې په رسنیو کي نشروي، خو دغه شعار تراوسه په شعوري ډول ويدې او بې احساسه نړۍ ته احساس نه دی ورکړی.

حلب ښار د سوریې په شمال لويديځ کي د حلب ولایت مرکز او د دغه هیواد تر ټولو ستر ښار دی، چي په ۲۰۱۱ کال کي د سوریې د نورو سیمو په څېر د بشارالاسد او د هغه د رژیم په ضد لاريونونه پکې پيل شول، لاريونونه په تدریجي ډول ورځ تر بلې ډیرېدل او خونړي کېدل، چي تر څو په ۲۰۱۲ کال کي دغه سوله ييز لاریونونه په جګړې بدل شول.

د حلب جګړې ته د دغه ښار د استراتيژيک او اقتصادي اهمیت له امله د جګړو مور ( ام المعارک) ویل کیږي، د جګړو له پيل راهیسي ښار د انقلابیانو او د بشارالاسد د رژیم ترمنځ وېشلی دی، جنوب او جنوب لویديځ د اسدي پوځ په ولکه کي دی او په ختیځ او نورو سیمو انقلابیان واکمن دي، خو د ښار ځینې برخې د دواړو ترمنځ لاس په لاس کیږي.

د انقلابیانو تر ولکې لاندې حلب ښار په تیرو پنځو کلونو کي کيمیاوي، بېلري او نورو ډول – ډول بمونو په کنډوالو اړولی دی، هلته هر څه بدل دي، دغې چارې د حلب ښار زیاته برخه وګړي هجرت کولو ته اړ کړي دي، خو پاته وګړي یې د مرګ او ژوند ترمنځ په ویره، ترهه، لوږي، تندي، ويجاړیو او د هوايي او توغنديزو  بریدونو تر وحشت لاندې د ژوند له ټولو اسانتیاو څخه بې برخې د خپل ژوند سختې شپې او ورځې سبا کوي.

د حلب جګړې په تیر سپتمبر میاشت کي د روسيې له یرغل سره خپل تر ټولو خونړی  ډول خپل کړ،   دسوريې په خاوره د روسيې د یرغل او اشغال په لومړیو کي د بشارالاسد رژیم اعلان وکړ، چي د حلب ښار نیول یې لومړی هدف دی، تر دغه اعلان وروسته یې د روسيې د هوايي ملاتړ په مرسته په ښار ستره حمله وکړه، په ښار د بې رحمانه هوايي بریدونو او کيمیاوي وسلو تر کارولو او ډله ييزو وژنو وروسته د اسد رژیم وکولای شوای، چي د روان کال د جولای میاشتې په وروستیو کي د انقلابیانو تر ولکې لاندې د حلب ښار ختیځ کلابند کړي، خو انقلابي ډلو په یوه اونۍ کي کلابندي ماته کړه او د حلب ښار مهمې سیمي او پوځې اکاډمۍ يې ونيولې.

دحلب د کلابندي تر ماتولو وروسته روسيې او دسوریې رژيم په حلب ښار د کيمیاوي وسلو،  د فاسفورس،ناپالم، خوشه يي او بېلري بمونو او توغنديو خونړيو بریدونو ته زور ورکړ، ترڅو يې وکولای شوای، چي د روانې میاشتې په څلورمه نېټه یوځل بیا د حلب ختیځ کلابند کړي او د دغې سیمي د څلورو لکو اوسیدونکو اړیکه یې له بهر سره پرې او د مرستې رسولو ټولې لاري يې پرې وتړلې، امریکا هم په دغه ظلم او ستم کي خپله ونډه واخيستله او درې اونۍ وړاندې يې د یوه ستر هوايي برید په ترسره کولو سره د حلب انقلابیان له خپلو مهمومشرانو څخه بې برخې کړل، خو له څو ورځو عام وژنو وروسته د امریکا او روسيې په هوکړه په حلب کي د یوې اونۍ لپاره اوربند رامنځ ته شو، چي د رواني میا شتې په ۱۹ نېټه د اسد رژیم د اوربند د پای ته رسولو له  اعلان سره سم یوځل بیا د روسيې په ملګرتیا په حلب ښار ځمکنی او هوايي بریدپيل کړ.

دا ځل برید تر ټولو ډیر خونړی او وحشتناک دی، بې رحمه بمباریو په حلب کي د تیرو لسو ورځو په ترڅ کي تر۵۰۰ پوري کسان په شهادت رسولي او تر۱۴ سوو يې زیات ټپیان کړي دي، په حلب ښار کي ولسي سیمي، روغتونونه، مدرسې او ښوونځي، د ولسي دفاع په نوم د ژغورنې ډلې او هر څه د پوځي اهدافو په توګه په نښه کیږي، د حلب په کوڅو کي د ورځې او شپې د بارودو بوی او د بمباریو له امله ګرد او غبار خپور وي، هر لوري ته د شهیدانو د بدن ټوټې پرتې دي، خو د راټولولو يې څوک نشته، په هره ودانۍ کي خلک تر کنډوالو لاندې دي، خو د را ايستلو يې  څوک نشته، په هره کوڅه کي د ټپیانو کريږي پورته کیږي، خو روغتون ته د وړلو يې څوک نشته،د بارودو په اور سوځېدلي او ټپي شوي ماشومان په چیغو – چیغو ژاړي، خو د اوښکو پاکولو يې څوک نشته، د فاسفورس او ناپالم بمونو هر ځای اور بل کړی دی، خو د اور وژلو يې  څوک نشته، ځکه هلته د اور وژنې موټر  او امبولانسونه بمبار شوي او د ژغورنې ډلې په نښه شوي دي.

په حلب کي یوازي ۳۵ ډاکټران د دغو سلګونو ټپیانو درملنه کوي، چي د درملو او اړتیا وړ توکو له کمښت سره مخ دي، د ښار روغتونونو اعلان کړی، چي د نورو ټپیانو د درملنې توان نه لري، هلته روغتونونه هم محدود دي، چي ټپیان يې په لارو کوڅو او صحرايي روغتونونوکي تر درملنې لاندې وې، خو دا د ګوتو په شمېر روغتونونه او ډاکټران هم خوندي نه دي، بلکې له تیري ورځې راهیسي درې روغتونونه بمبار شوي دي.

د حلب هغه ويدیو ګانې او انځورونه، چي په ټولنيزو رسنیو کي نشر کیږي ډیر دردونکي دي، چي سړی يې هیڅ د کتلو توان نه لري، په دغو ويدیوګانو کي پراخ ویجاړی، د انسانانو د بدن ټوټې، سوځېدلي، ټپي شوي او په وینو لړل شوي ماشومان، میرمني او نارینه ښکاري او د حلب د مظلومو مسلمانانو ژړاوي او چيغي پکې ښودل کیږي، چي په خپلو وژل شویو خپلو خپلوانو يې کوي.

د حلب د هغو مېندو درد ډیر ژور دی، چي واړه ماشومان يې د بارودو او اور د ټپونو له امله ورته په چیغو ژاړي او دوی ورسره د مرستې په ځای ورته د بې وسۍ اوښکې تویوي، د حلب د مېندو هغه حالت ډیر دردونکی دی، چي خواږه ماشومان یې په داسي حال کي ساه ورکوي، چي د ټپونو له درده په خپل بستر کي اوړي را اوړي او دوی د غم او خواشينۍ ژړاوي پرې کوي، د حلب د هغو ماشومانو حالت ډیر خواشينونکی دی، چي د نړېدلو کنډوالو څخه په ټپي حالت کي تر را ایستلو وروسته په درد او ویره کي د خپل مور، پلار او قريبانو نارې وهې، خو هغوی ټول شهیدان شوي او غږ ته يې څوک ځواب نه وايي.

حلب رښتيا په اور سوځي، هلته د ۴ لکو انسانانو عام وژنه روانه ده، په حلب یوځل بیا هلاکو مسلط شوی، چي د دغه ښار کم او لوی، زاړه او واړه ټول له یوه پلوه وژني، خو توپير يې دادی، چي هغه دا پردي خلک د اروپایانو په مرسته حلالول او له کوپړیو څخه به یې څلی جوړاوه او اسد دا خپل خلک د روسيې په مرسته وژني، د بارودو په اور یې سوځوي، غوښې او هډوکي يې ور میده – میده کوي او د بدن غړي يې ور ټوټې  – ټوټې کوي او په دې ډول غواړي په کنډوالو او د هغوی په هدیرو واکمنې وکړي.

موسی مهاجر

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button