د هلمند ولایت په مرکز کې طالبانو دوې پوستې نیولي ۲۵ تنه سرتیرو ته مرګ ژوبله اوښتي

عزم (سه شنبه، تلې ۱۳مه، ۱۳۹۵ل ): د هلمند ولایت ویاند عمر ځواک وایي چې طالبانو ته لښکرګاه ته څیرمه د سربند او سرکار په سیمو کې د پولیسو په دوو پوستو تعرضي بریدونه کړي او پولیسو یې مخه نیولي ، ځواک زیاتوي چې طالبانو ته یې مرګ ژوبله اړولي خو د پولیسو د مرګ ژوبلې او د لاسه وتلیو پوستو په اړه رسنیو ته څه ونه ویل.
د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي په یوه خبر پاڼه کې ویلي چې د سربند او سرکار په سیمو کې یې دواړه پوستې د دوه ساعته جګړې په ترڅ کې نیولي او ادعا کوي چې ۲۵ تنه حکومتي سرتیرو ته یې مرګ ژوبله اړولي چې د دوولسو تنو سرتیرو جسدونه یې د جګړې په ډګر کې پاتې دي.
احمدي زیاتوي چې په دې جګړو کې یې دوه ټانکونه، ۳ رینجر او یو کرولا موټر سوځولی او دیوې دهشکې په شمول یې زیات شمیر سپکې وسلې او پوځي مهمات ولجه کړي دي.
قاري یوسف احمدي د طالب جنګیالیو د یو تن وژل کیدل او درو تنو ټپي کیدل منلي دي.
همدا شیبه د هلمند ولایت په نادعلي، ګرمسیر ولسوالیو او د هلمند ولایت په مرکز لشکر ګاه ته څیرمه سیمو کې طالبانو تعرضي بریدونه پیل کړي دي او دواړو خواو ته د زیاتې مرګ ژوبلې احتمال شته.
طالبانو پرون د ناوې او نن د خانشین ولسوالۍ په بشپړه توګه نیولي دي.
عاصم

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button