عراق کي یو امریکايي پوځي ووژل شو

د امریکا مرکزي قومندانۍ ویلي، د عراق په شمال کي د یوې چاودنې په ترڅ کي یو امریکايي پوځي وژل شوی دی.

 ویل شوي، چي دغه پېښه تیره ورځ رامنځ ته شوې، چي نوموړی پوځي لومړی ټپي او وروسته ووژل شو.

دا په موصل کي د داعش ډلې په ضد د روانو عملیاتو په ترڅ کي لومړی امریکايي پوځي دی چي وژل کیږي.

د دغې پيښي په اړه زیات جزیات نه دي ورکړل شوي.

له تیرو څو ورځو راهیسي د امریکا په مشرۍ د موصل ښار د نیولولپاره عملیات پيل شوي، چي تراوسه یې له دواړو لوریو سلګونه کسان وژل شوي دي.

په دغو عملیاتو کي په امریکايي پوځیانو برسېره عراقي او کردي پوځیان او شیعه ملېشې برخه لري.

عادل خپلواک

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button