اسلامي امارت: د مکې مکرمې د مقدس ښار په لور هر ډول برید د منلو وړ نه دی

عزم ( سه شنبه، لړم ۱۱ مه، ۱۳۹۵ل ): په دې وروستیو کې د یمن حوثیانو د مکې مکرمې په لور یو بلاستیک میزائیل توغول شوی و چې له مکې مکرمې ۶۰ کیلومتره لرې د سعودي عربستان هوایي دفاعي ځواک له خوا خنثی کړل شو.
د افغانستان اسلامي امارت د مکې مکرمة په لور د یمن حوثیانو له خوا د دې بلاسټک توغندي توغولو په اړه اعلامیه صادره کړي او د یمن حوثیانو دا عمل یې په کلکه غندلی دی. په هغه اعلامیه کې چې نن رسنیو ته استول شوي ویلي چې اسلامي امارت دا ډول عمل غندي او د مکې مکرمې په لور هر ډول برید د نه منلو وړ دی.
په اعلامیه کې زیاتوي چې د مکې مکرمې حیثیت ته نه کتل او په وړاندې یې بې احترامي کول د ټولو مسلمانانو د ځوریدا باعث ګرځي او په وړاندې یې هیڅوک هم بې تفاوته نه پاتې کیږي.
اسلامي امارت د خپلې دې اعلامیې له لارې غوښتنه کړي چې په راتلونکې کې له دې ډول عمل نه جدي ډده وکول شي .

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button