د هلمند په مرکز لښکرګاه کې خونړۍ نښتې شوي دي ( بشپړ راپور )

عزم ( پنجشنبه، لړم ۲۷مه، ۱۳۹۵ل ): د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه نه په رارسیدلو خبرونو کې ویل شوي چې پرون سهار دولتي سرتیرو د هوایي ځواک په ملاتړ د بولان د دوکانو په سیمه کې د طالبانو په سنګرونو تعرضي بریدونه پیل کړل او نږدې ټوله ورځ یې دوام وکړ.
په خبرونو کې راغلي چې په یاده سیمه کې حکومتي سرتیرو د ملکي خلکو په یو شمیر کورونو کې مرکزونه جوړ کړل او له هغه ځایه یې پر طالبانو د درنو وسلو فائرونه کول.
د هلمند ولایت چارواکو او اوپراتیفي قوماندان جنرال عبدالجبار قهرمان پرون وویل چې طالبان یې کمزوري کړي او د دوی بریدونه په مخ روان دي.
خو نن طالبانو رسنیو ته په استولیو خبرپاڼو کې ویلي چې په پرونۍ جګړه کې یې د راکټ او ۸۲ ملي متري توپ واسطه دوه ( زغروال او ایم بي ) ټانکونه او یو رینجر په بشپړه توګه له منځه وړي دي.
د طالبانو ویاندي قاري یوسف احمدي وایي چې په دې نښتو کې یې د قوماندان ( امین آکا ) په شمول لس تنه دولتي سرتیري وژلي چې د اتو تنو جسدونه یې د جګړې په ډګر کې پاتې دي.
احمدي زیاتوي چې یو پوځي مرکز هم طالب جنګیالیو نیولی د ملي اردو ، کوماندو پوځیانو او اربکیانو د جګړې له ډګره پښې سپکې کړي دي .
تیره شپه ۹ بجې طالبانو د بولان د کوټۍ په سیمه کې د دولتي سرتیرو په هغو دریو مرکزونو هم تعرضي بریدونه کړي کوم یې چې د خلکو په کورونو کې جوړ کړي و.
طالبان ادعا کوي چې درې واړه مرکزونه یې په ګورت کې اخیستي او حکومتي سرتیري په تیښته بریالي شوي دي. د تیرې شپې او تیرې ورځې په ټولو جګړو طالبان د خپلو څو تنو ملګرو د ټپي کیدو او د یو تن د وژل کیدو خبر ورکوي.
پرون جبار قهرمان ویلي و چې په راتلونکو دریو میاشتو کې به طالبان د ټول جنوبي هلمند څخه وشړي او جګړه به لرې پرتو سیمو ته وغځوي.
خو د تیرې ورځې او تیرې شپې په جګړو کې یو ځل بیا حکومتي سرتیرو درنه ماتي خوړلي او هغه ټولې سیمې یې له لاسه وتلي چې پرون یې نیولي وې.
جمال پکتین

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button