ژېړه ډبه

قاري حبیب:

ژیړه ډبه  چې ځینې ورته بوشکه هم وایي. ظاهرا یو معمولي او کم ارزښته شی معلومیږي مګر په حقیقت کې خورا ارزښتمن شی ثابت شوی چې زموږ د اولس خصوصا مجاهدینو خورا ډېر حوائج ورباندې رفع کیږي.

ژیړې ډبې چې کوچني، متوسط او لوی سایزونه لري اصلا د خرڅیدونکو غوړیو لپاره د ظرف په حیث جوړیږي او استعمالیږي.اما لکه څرنګه چې په نورو هیوادونو کې د غوړیو له ختمیدو وروسته خلک له ژیړې ډبې سره نور کار نلري او کباړ ته یې غورځوي په افغانستان کې داسې نه ده. دلته د ژیړو ډبو له مختلفو سایزونو څخه بیلابیل کارونه اخیستل کیږي.

مثلا ماشومان  په ژیړو ډبو کې کور ته اوبه راوړي.کلیوال ترې سرونه غوڅ کړي او بیا د اوداسه د کوزو په حیث ترېنه استفاده کوي.د اضطرار په حالاتو کې د شړومبي جوړولو او غړکې کار هم ورکوي. ځينې خلک په سفر یا حضر کې د اوبه سړوونکي پتک یا فریج کار هم ترې اخلي هغه دا چې په ژیړه ډبه د سنیو بوجۍ تاو کړي اوبه ورباندې تویې کړې او له اوبو ډکه یې ډبه هوا ته کیږدي چې ورسره د ډبې اوبه هم سړې شي او په ګرمي کې ترې استفاده کیږي.

خو د ژیړې ډبې یاد شوې ټولې ګټې او خواص اصلي نه بلکې فرعي دي.ددې ډبې تر ټولو ستره کارنامه یا شهکار دادی چې په جهادي مجال کې یې خورا ستر اونه هیریدونکی نقش اداء کړی دی.

که د روسانو خلاف جهاد کې د افغان تش لاسي اولس لومړنۍ مؤثره وسله هغه د تیزابو ډک بوتلونه وو چې ځانګړي محلول نه به یې ډکول او بیا به یې روسي ټانګونه ورباندې ویشتل نو په اوسني جهاد کې د مجاهدینو تر ټولو مؤثره وسله همدا ژیړې ډبې دي چې د امریکا هر ماډل ټانګ او هر وړ جنګي تاکتیک ته یې د الله تعالی په مرسته شکست ورکړ.

امریکایانو چې په افغانستان یرغل کاوو نو د خپلو ژورو مطالعاتو او معلوماتو له مخې په دې پوهیدل چې طالبان کومې وسلې لري او دوی به په کوم ډول وسلو هدف ګرځول کیږي.امریکایانو ددې په خاطر چې د مجاهدینو له  ګوزارونو ځان خوندي وساتي له پیله یې افغانستان ته داسې پوځي او ناپوځي موټر راوستل چې د مجاهدین د سپکو وسلو او حتی ټانګ ضد راکټ لانچرو په وړاندې یې مقاومت درلود.

د خارجیانو همر او هاموې شوبلې دغه راز نور مرمۍ ضد موټر یې چې دوی ترې په ښارونو کې استفاده کوي تقریبا ټول یې د کلاشینکوف، پیکا او نورو عادي مرمیو په وړاندې مقاومت لري.په دغو امریکایي پوځي وسایطو د مجاهدینو راکټ لانچر ځکه ډیر مؤثر نه و چې ددې ټانګونو په ځینو کې د اور ضد مواد کاریدلي چې په اسانه اور نه اخلي او یا یې په شاوخوا داسې جال لرونکې زغره راګرځول شوې چې د راکټ مرمۍ په هوا کې نیسي تردې چې د راکټ مرمۍ سرګلوله په ټانګ نه لګیږي چې انفجار وکړي.

د یرغل له پیل څخه د امریکا په ټانګونو د وسلې د مؤثریت کموالي مجاهدین دې ته متوجه کړل چې بایدپه بدیلو لارو غور وکړي. له مجاهدینو سره نه خو د کوم بل هیواد مرسته وه چې پرمختللې وسلې ورکړي او نه یې هم په دې محکومه نړۍ کې له کوم هیواد څخه داسې تمه کولای شوای. نو ځکه مجاهدینو په خپل ابتکار د اغیزناکو وسلو پیدا کولو ته توجه وکړه او د نصرت او مرستې امید یې یوازې تر الله تعالی پورې محدود وباله.

الله تعالی ددې آیت په مصداق چې فرمایي: والذین جاهدوا فینا لنهدینهم سبلنا… مجاهدینو ته یې د امریکا مرمۍ ضد ټانګونو د ماتولو وسله د ژیړې ډبې په شکل کې وښودله. د مجاهدینو پام شو چې که د خپل لاس جوړ کړي باروت په یوه یا څو ژیړو ډبو کې تخته کړي او بیا یې امریکایي ټانګ ته کیږدي په کومک دالله تعالی سره په دې ناچیزه ژیړه ډبه کې دومره ځواک شته دی چې د امریکا درانه ټانګونه د ځمکې له مخ څخه پورته، په هوا کې ریز مریز او بیا یې د سپرو عسکرو له خرڅوړو او کباړ سره یوځای پړمخي پرځمکه  رانسکور کړي.

بس نو دمجاهدینو دې تاکتیک ته ورپام شو. مجاهدینو د ژیړو ډبو د تیارولو او ډکولو لپاره ځانګړي ګروپونه  وګمارل،د تخنیکي زده کړو لپاره یې لنډ مهالي او اوږدمهالي کورسونه دائر شول، د انفجاري موادو د تقویې لپاره نوې نوې فارمولې کشف او وکارول شوې تردې چې بالاخره اسلامي امارت د ژیړو ډبو ( انفجاري موادو) د تهیه کولو لپاره دنظامي کمیسون دننه یوه مستقله حلقه او اداره جوړه کړه چې هره میاشت یې د هیواد په لراوبر کې په زرګونو ژیړې ډبې د جهاد لپاره تیارولې او مجاهدینو په امریکایي ټانګونو او پیاده عسکرو باندې ور چاودولې.

امریکایي یرغلګر چې د همر او هاموې په شان سپک ټانګونه  دغه راز رینجر او مرمۍ ضد موټر یې د ژیړو ډبو په وړاندې سخت ناکام وختل تردې چې هغه تر ټولو کوچنۍ ژیړې ډبې هم کولای شوای سلامت رینجر د هوا څپو ته پورته کړي.نو یې د ژیړو ډبو له اذیت څخه دخوندیتوب لپاره په نوو پوځي لارو چارو غور پیل کړ.

په ۲۰۰۶  میلادي بیا تر ۲۰۱۰ میلادي پورې د امریکا د وسله سازۍ او پوځي ساینس په اکاډمیو او تحقیقاتي مراکزو کې اکثره بحثونه د افغانستان په ژیړو ډبو راټول ول. د امریکا پوځي تخنیکي ماهرینو د نړۍ د هر پوځ د متعارفو وسلو د مخنیوي لپاره وسائل تیار کړي ول. هغوی د روسي میګ او سوخو الوتکو لپاره سټینګر میزایل جوړ کړي ول.د روسي سکډ میزایلو دفاع ته یې د پیټریاټ سیستم طراحي کړی و حتی چې د هر ملک د پوځ د هرډول وسلې دفاع ته یې چمتوالی او وسائل درلودل مګر په افغانستان کې دوی د ژیړې ډبې په نوم له داسې وسلې سره مخامخ وو چې دوی یې هیڅ اټکل نه و کړی.

د ژیړې ډبې له ګوزار څخه د مخنیوي لپاره  امریکایانو بیلابیلې طرحې په کار واچولې. یو ځل یې داسې ټانګونه راوستل چې د ځمکې له مخه ډیر لوړ او سینه یې په مخروطي شکل جوړه وه، ترڅو د ژیړې ډبې د انفجارو او د بارودو فشار د ټانګ یوه او بل اړخ ته  ووځي او ټانګ پورته نه کړي. مګر مجاهدینو ددوی دې غټو ټانګوته د یوې په ځای ډیرې ډبې خښولې او ټانګ په هر صورت مجبورېدو چې له ځمکې پورته شي.

بیا یې د مخې ګاډۍ لرونکي ټانګونه راوستل تر څو ژیړه ډبه په هغه ورخلاصه او ټانګ ترې محفوظ شي. مجاهدینو دا هنر وکړ چې ډبه به یې له تلکې څو ګامه شاته ښخوله چې بیا به که د ټانګ مخکینۍ ګاډۍ په تلکه وختله هم ډبه به د ټانګ لاندې پټاو کیدله.لنډه دا چې په دې برخه کې د امریکایي پوځي ساینس ټولې طرحې ناکامې وختلې تردې چې امریکایانو په وروستیو کې هلمند ته د ابرامز په نوم شپیته ټنه درانه  چین داره ټانګونه هم راوستل تر څو که په ژیړه ډبه یې زور بر شي مګر ژیړې ډبې ویل چې په ما چې څومره بوج  او وزن زیات وي همدومره ښه خوردن کوم.د ابرامز د ټانکیسانو غوښې د هلمند او کونړ د سیند کبانو وخوړې او د ټانګ ټوټې یې د کباړ په بازارونو کې لیلام ته وړاندې شوې.

د جهاد په تیرو څو کلونو کې د هیواد په لراوبر کې د ژیړې ډبې او امریکایي دجالي پوځي تخنیک تر منځ ځواکمنه جګړه روانه وه. ژیړه ډبه که له یوې خوا د امریکا د پوځ او تخنیکي مراجعو د بحث او سرګردانۍ زړی جوړاوو له بلې خوا به یې کله ناکله په غربي مطبوعاتو کې هم نوم یادېدو. په ۲۰۱۱ میلادي کال کې یو شمیر امریکایي رسنیو ولیکل چې د افغانستان د جګړې تر ټولو فاجعه بار اړخ دادی چې د امریکایي پوځ زیاتره زخمي شویو عسکرو د طالبانو د خودساخته ماینونو د انفجاراتو له امله  خپل مخصوص جنسي اندامونه له لاسه ورکړي چې له دې امله ورته د درست عمر رواني مرضونه پیدا شوي دي. دغه راز په زرګونو وژل شویو امریکایانو  سربیره د هغو امریکایانو شمیر تر لسګونو زرو رسیدو چې د ژیړو ډبو په انفجاراتو کې یې پښې، لاسونه او یا نور اعضاء له لاسه ورکړي وو. غربي مطبوعات زموږ ژیړو ډبو ته  په انګلیسي ژبه د (Water Container IED) اصطلاح کاروي چې معنی یې ده د ( اوبو له ډبې جوړشوی بم) که څوک غواړي معلومه کړي ژیړو ډبو کفارو ته څومره زیان اړولی همدغه اصطلاح دې ګوګل کړي ترڅو د ژیړو ډبو له کمالاتو او تاثیراتو خبر شي.

د ژېړو ډبو درنو چاودنو بالاخره په کبر راغلي یرغلګر دې ته مجبور کړل چې د جګړې له میدانه پښې سپکې کړي. ژیړو ډبو نه یوازې د ۴۹ هیوادونو لسګونه یرغلګر عسکر په ځان پورې حیران کړل بلکې د هغوی داخلي یې له جګړو او غلامۍ څخه پښیمانه کړل.

ژیړې ډبې د خپل مؤثریت او استعمال له امله په ولسي جهادي شعر او ادب کې هم انعکاس پیدا کړ. لکه په تیرو کلونو کې چې داسې ټپې وویل شوې.

فضا ته لار د ختو نشته

زه یرغلګر په ډبه سپور ورخیږومه

ژیړو ډبو یرغلګر دومره وویرول چې په وروستیو کلونو کې به یې ددې ډبې په لیدلو سمدستي د جنګ دانه اخیسته او د ځان ددفاع هڅه به یې کوله. د مجاهدینو له قوله په هلمند کې ډیر ځایه داسې پیښ شوي چې کوم کلیوال د اوداسه لپاره له ژیړې ډبې سره له کوره راوتلی خو په محل کې موجودو امریکایي عسکرو ویشتلی او شهید کړی دی خو چې کله یې له امریکایانو د علت پوښتنه شوې دوی ویلي چې موږ فکر کاوو دغه سړي بم په لاس کې را اخیستی دی.

د چریکي جګړو په څیر په اوسنیو سترو تهاجمي عملیاتو کې هم مجاهدین له ژیړو ډبو اعظمي استفاده کوي. له یوه مجاهد نه مې وپوښتل چې په هلمند کې مجاهدین ددښمن پوستې او قرارګاوې څرنګه فتحه کوي؟ هغه وویل مجاهدین په دریو برخو ویشل شوي وي، یوه برخه د د هاوان، ایس پي جي ناین او نورو درنو اسلحو والا وي چې له نسبتا لرې فاصلې څخه ددشمن مورچې او برجونه په درنو وسلو ولي او بله ډله نښه ویشتونکي او یا د شپې دوربین لرونکي وي چې هغوی په هدفي او رسا ګوزارونو ددښمن هر ښکاره کیدونکی شخص په دقت په نښه کوي. بل ځانګړی ګروپ د ژیړو ډبو والا مجاهدین وي له دوی سره کوچنۍ او لویې بارودي ډبې وي او کوښښ کوي د پوستې یا قرارګاه دیوالونو ته ځان ورسوي. دوی درنې ډبې د قرارګاه دیوالونو ته ږدي او بیا انفجار ورکوي ترڅو تعرضیانو ته د داخلیدو مخه خلاصه شي. دغه راز دوی سپکې ډبې د قرارګاه مابین ته د ګرنیټ په شکل وراړوي چې په انفجار سره ددښمن افرادو ته دروند زیان او تخریب اړوي.

د جهادي سیمو کمکي هلکان او ماشومې نجونې بیا له ژیړو ډبو د ماشومانه لوبو لپاره استفاده کوي. دوی که له یوې له دې ډبو د دریا یا چمبې په حیث کار اخلي کله داسې هم شوي چې د کلي شوخو کمکیانو ددې ډبو په واسطه په امریکایانو ډرامه جوړه کړې وي.

هغه داسې چې په کومه دښته یا خامه لار باندې امریکایان را روان وي ماشومانو ورته په مخکې خالي ډبې ښخې کړې او ځیني ځای ښکاره کړي وي ترڅو یي امریکایان وویني. امریکایي کاروان د تشو ډبو په لیدلو توقف کوي. خپل د تخنیک ماهرین راغواړي، هغوی په ځانګړو وسایلو په ډیر احتیاط ژیړو ډبو ته ورنږدې کیږي خو وروسته له ساعتونو ځنډ او پلټنې ښکاره کیږي چې تشې ډبې په لار کې ایښودل شوي دي چې دغه ډرامه د کلي شوخکانو ته یوه په زړه پورې او خندوونکې سرګرمي جوړوي.

په هر حال ژیړه ډبه د افغان مجاهد اولس دخپل لاس جوړ هغه وسله ده چې د امریکایانو هر ډول تکنالوژي یې راوپرځوله. د افغانانو د خپل لاس جوړه وسله یې ځکه بولو چې د ډبې انفجاري مواد خپله مجاهدین جوړوي او د هلمندغوندې په ډیری ازادو سیمو کې اوس د پلاستیکي مصنوعاتو کارخانې هم فعالي دي چې د پلاسټیکي پایزار، لوښو او ظرفونو تر څنګ  د هر سایز ژیړه ډبه هم جوړولی شي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button