ارزګان: طالبانو ۳ټانکونه ویجاړ او ۱۹عسکرو ته یې مرګ ژوبله اړولي

عزم ( سه شنبه، لیندۍ۱۶مه، ۱۳۹۵ل ): د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ پای ناوې د تالاني په سیمه کې درې ورځې وړاندې د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو سرتیرو د امریکایي چورلکو په ملتیا د طالبانو په سنګرونو بریدونه وکړل او تیر ماسخوتن پای ته ورسیده .
طالبان وایي چې د اربکي قوماندان یوسف په شمول یې ۱۲ تنه عسکر ځای په ځای وژلي او ۷ تنه یې ټپیان کړي دي.
په هغه خبرپاڼه کې چې نن طالبانو خپره کړي طالبان ادعا کوي چې ۳ ټانکونه یې په بشپړه توګه ویجاړ کړي او دولتي سرتیري یې په شا تمبولي دي.
پرون دفاع وزارت ویلي چې د ارزګان ولایت په مرکز کې یې د شفق دوه عملیاتو په لړ کې ۱۶ تنه طالبان وژلي خو طالبان یې ادعا ردوي او وایي چې په درې ځینۍ جګړه کې د دوی ۲ تنه جنګیالي ټپیان شوي دي.
د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ له درو میاشتو را په دیخو د طالبانو لخوا محاصره شوی او په شاوخوا ټولو سیمو کې یې طالبانو سنګرونه جوړ کړي دي.
د دفاع وزارت سرتیرو د امریکایي چورلکو په ملتیا څو ځله هڅه کړي چې د طالبانو محاصره ماته کړي خو هر ځل د طالبانو له سخت مقاومت سره مخ شوي او خپل هدف ته نه دي رسیدلي.
دفاع وزارت وایي چې د ژمي موسم لپاره یې په ټول هیواد کې د شفق ۲ په نوم د پوځي عملیاتو پلان طرح کړی او له دوو اونیو راهیسې یې عملیات پیل کړي ، د یاد وزارت ویاند په مسلسل ډول هره ورځ له شلو نیولي تر پنځوسو طالبانو د وژلو خبرونه ورکوي خو نن طالبانو د دوی ټولې ادعاوې تکذیب کړې او د دوی دا ادعا وې یې خپلو عسکرو ته د مورال ورکولو او له بهرنیو پوځي مشرانو څخه د پیسو شکولو لپاره پروپاګند وبلل.
جمال پکتین

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button