کنړ: طالبانو د دریم سرحدي کنډک قوماندان وژلی

عزم ( سه شنبه، لیندۍ۲۳مه،۱۳۹۵ل ): د کنړ امنیتي چارواکي وایي چې تیره شپه د طالبانو د ځای پرځای شوي مائن په چاودنه کې د سرحدي سرتیرو د دریم کنډک قوماندان ولي جان ووژل شو.
د کنړ امنیې قوماندان جمعه ګل همت وایي چې ولي جان او ملګري یې له یوې پوستې نه بلې پوستي ته پلي روان و چې مائن پرې وچاودیده.
د چاودنې مسئولیت طالبانو منلی او ادعا کوي چې د امیرپاچا پوستې ته نږدې یې د بمي چاودنې په ترڅ کې قوماندان ولي جان ، د ده مرستیال عبدالوهاب او یو ساتونکی یې وژل شوي دي.
د کنړ ولایت دانګام ولسوالۍ له هغو ولسوالیو شمیرل کیږي د طالبانو قوي مرکزونه پکې موجود دي او ډیر ځله په امنیتي او دفاعي پوستو بریدونه کوي او دولتي سرتیري یې سختو ستونزو او ځاني زیانونو سره مخامخ کړي دي.
جمال پکتین

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button