عاطف مشعل به د کریکټ بورډ د نوي مشر په توګه نن رسما په کارپیل وکړي

عزم ( شنبه، لیندۍ ۲۷ مه، ۱۳۹۵ل ): له هغې وروسته چې د افغانستان د کرکټ ملي ټیم تکړه لوبغاړی بالر شاپور ځدراڼ خپل شکایتونه رسنیز کړل او ویې ویل چې د کرکټ بورډ مشرتابه (نسیم دانش ) ورسره توپيري چلندي، نه یې په لوبو کې ګډون ته پریږدي او نه میاشتینی معاش ورکول کیږي بلکې ، کله چې دی د کرکټ بورډ دفتر ځي نو تالاشي یې اخیستل کیږي، د کریکټ مشرتابه کې د ادلون بدلون ګنګوسې زیاتې شوې.
یوې سرچینې ویلي چې د کریکټ بورډ مشرتابه ته درې تنه ( عاطف مشعل، رحمت الله قریشي او مشتاق رحیم ) کاندید شوي و، له دې جملې نه عاطف مشعل غوره کړای شو .
ویل کیږي چې نن به عاطف مشعل رسما د کریکټ بورډ کارکوونکو ته ورپيژندل شي او په کار به پیل وکړي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button