جهاد او جګړه (۴)

موسی مهاجر

اسلام د نورو ادیانو په ډول قومي، نژادي، جغرافیايي او د کوم رنګ اړوند مذهب نه دی او نه هم پکې د کوم ځانګړي قوم، نژاد، رنګ او جغرافيې ګټې خوندي شوي، بلکې دا یو نړیوال ټولنيز دين دی، چي ټولو انسانانو ته یو ډول ښېګڼې ور بښي او ټولو انسانانو ته امن، سوکالي او عزت ور کوي، نوڅنګه چي جهاد د اسلام یو مهم اصل دی، نو جهاد هم د کوم ځانګړي نژاد، قوم او جغرافيې د ګټو لپاره نه ترسره کیږي، بلکې دا د ټولو مسلمانانو د عزت څلی دی او د ټولو مسلمانانو په ننګ ترسره کیږي، نو ځکه باید جهاد کوم خاص قوم او کوم خاص لوري او کوم خاص هیواد ته منسوب نه کړای شي، چي دا جهاد د پلاني هيواد لپاره ترسره کيږي او يا دا جهاد تر پلاني قوم پوري ځاص دی.

اما جګړه د یوه ځانګړي قوم، نژاد، هیواد او جغرافيې د ګټو لپاره ترسره کیږي او د هغوی ځانګړې مادي او نفساني خواهشات پکې په نظر کي نیول شوي وي او د همدې ځانګړي قوم، نژاد او جغرافيې لپاره ګټي خوندي کوي او يوازي هغوی ته يې نسبت کیږي.

په جګړه کي باور په مادي وسائلو وي او په پرمختللې نړۍ کي پرمختللې وسلې د جګړې راز بلل کیږي، همدالامل دی، چي د نړۍ د ځواکمونو هیوادونو ترمنځ د وسلو سیالي تر بل هر وخت ډیره ګرمه شوې ده.

خو په جهاد کي باور په الله تعالی وي، وسلې او مادي امکاناتو ته یوازي د یوې وسيلې په سترګه کتل کیږي،  لکه د افغانستان روان جهاد چي خالص د الله تعالی په توکل او ډيرو لږو امکاناتو پيل شو، چي اوس د بریالتوب په وروستي پړاو کي دی، امریکايي اشغالګرو او د هغوی اشرباڼو د جګړې په ډګر کي ماته وخوړه او افغاني لاسپوڅي يې د جګړې په ډګر کي د درېدلو توان له لاسه ورکړ او دا یوازي د الله تعالی مرسته ده، چي مجاهدین د هیواد په شاوخوا ۷۵ سلنه برخه ولکه لري.

جهاد د الله تعالی حکم دی، نو نسبت یې هم الله تعالی ته کیږي، یعنی که هر څوک جهاد کوي په اړه یې ویل کیږي، هغوی د الله تعالی لپاره جهاد کوي،  داسي نه ویل کیږي، چي پلانی هیواد، یا پلانی تنظیم او یا پلانۍ ډله د پلاني هیواد لپاره او یا د هغوی د ګټو لپاره جهادکوي، ځکه که کوم هیواد وغواړي او یا يې ونه غواړي او که د کوم هیواد مصالح  جهاد ايجابوي او یا یې نه ايجابوي، مسلمانان به هرو مرو جهاد کوي.

اما د جګړې اړه دا ویل کېدلی شي، چي دا جګړه د پلاني هیواد لپاره یا د پلاني هیواد د ګټو لپاره ترسره کیږي، ځکه د جګړې نسبت  انسانانو ته کیږي، نو یوازي انساني مصالح پکې په نظر کيي نیول کیږي.

د جهاد ټول اصول د شریعت له لوري ټاکل شوي، ځکه يې مجاهدین په تعمیل مکلف دي،  همدا لامل دی، چي اسلام په مفتوحه سیمو کي د ظلم او په عامو وګړو د تیري کولو اجازه نه ورکوي، همداراز په  جهاد کي په سپين ږیرو، میرمنو، ماشومانو او نورو معيوبینو تعرض نه کیږي، خپله جهاد د اسلام د حقیقي څېرې د څرګندولو یو مظهر دی او  د اسلام د سالمیت یوه بېلګه وړاندې کوي.

خو د جګړې اصول د انسانانو له لوري د هغوی د غرېزو پر بنسټ ټاکل کيږي، ځکه یې سرحد معلوم نه وي او هر جګړ مار هیواد او یا ډله د خپلو مصالحو په بنسټ د جګړې اصول ټاکي، همدا لامل دی، چي د خپلو ګټو لپاره له یوه ډول وحشت او ظلم څخه هم مخ نه ګرځوي.

جګړه یوازي ویرانی راولي، د اشغال شوي هیواد عزتمن کسان پکې سپک کیږي او د هغوی ګټې پکې له منځه ځي، لکن جهاد په نیول شویو سیمو کي د اسلام د رڼا د خپراوي او د مفتوحه سیمو د وګړو د ګټو اونوامیسود ساتنې  لامل ګرځيږي.

جګړه د دې لپاره ترسره کیږي، چي یوڅوک يې په مټ له خپلې خاورې دفاع پرې وکړي او خپلواکۍ پرې وساتي او یا د ځواک لرلو په مهال استعماري موخې پرې بشپړې کړې او نورې سیمي د خپل هیواد په قلمروی کي داخلې کړي.

خو څنګه چي اسلام یو ټولنيز او اجتماعي نظام دی، نوځکه جهاد  د دغه نظام د دفاع لپاره فرض کړای شوی، د اسلامي خاورې او د مسلمانانو د عزت د ساتنې لپاره ترسره کیږي او تر څو له دغې لارې په فتحه شویو سیمو کي خلکو ته د اسلام مبين دين ورسول شي او هغه سیمي د اسلام په پاک قلمرو کي داخلې کړای شي.

جګړه مخالف ته ښګېڼه نشي ورکولی بلکې ذلت ورکوي، لکن جهاد د فتحه شویو سیمو وګړو ته ذلت نه ورکوي، بلکې ډیر ځله د هغوی د همېشنۍ نېکبختۍ لامل شي، هغوی له همدې امله د اسلام په مقدس دین کي داخل شي او تل پاتی سعادت ترلاسه کړي.

په جګړه کي د برياليتوب چانس يوازي د جګړه مار تر پوځي قوت او تاکتیک پوري اړه لري، خو په جهاد کي برياليتوب الله تعالی ته تر خلوص، تقوا او د وسيلې په توګه د وسلې تر کارولو موقوف وي.

که کوم هیواد په جګړه کي ورداخلیږي، وګړي يې له جګړې سره مخالفت کولای شي، ځکه د انسان له پرېکړې سره مخالفت شونی دی، خو که کوم هیواد او یا ډله جهاد ترسره کوي، وګړي يې مخالفت نشي کولای،  ځکه جهاد د الله تعالی حکم دی او د الله تعالی له حکم سره مخالفت د کفر وېره راولي.

که کوم کفري هیواد جګړه کوي اویا کوم مسلمان هیواد د اعلاء کلمة الله لپاره نه بلکې د خپل کوم بل مقصد لپاره جګړه کوي، جګړې ته يې ترهګري او دهشتګردي او دوی ته ترهګر ویل کېدلی شي، خو که کوم مسلمان د الله تعالی لپاره جګړه کوي، جګړې ته یې ترهګري او ده ته ترهګر ویل حرام دي او که یې عقيده هم همدا وه، چي د مجاهد عمل (جهاد) ترهګري او دی ترهګر دی، دا خو په دې معنا سره ده، چي الله تعالی په ترهګري امر کوي او (العیاذ بالله) دا خوپه حقیقت کي الله تعالی ته د ترهګري نسبت دی نو دا بیا ښکاره کفر دی.

که څوک په جګړه کي ووژل شي هغه ته وژل شوی وايي او چي ژوندی وي هغه ته جګړه کونکی، جګړه مار او يا مقاتل وايي خو که يوڅوک په جهاد کي ووژل شي هغه ته شهيد ويل کیږي، چي الله تعالی ژوندی بللی دی او که ژوندی وي ورته مجاهد او غازي وايي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button