کندها: شاولیکوټ کې ۲ پوستې طالبانو په خپله ولکه کې واخیستې

عزم ( شنبه، مرغومي ۵ مه ، ۱۳۹۵ل ):  د کندهار ولایت شاولیکوټ ولسوالۍ ارزګان ته په غځیدلي سرک د مانو په سیمه کې وسلوالو طالبانو دپولیسو او اردو په دوو پوستو تعرضي بریدونه کړي او دواړه پوستې یې نیولي دي.
طالبانو په یوه خبرپاڼه کې ویلي د پولیسو له پوستې پولیسو پښې سپکې کړي او د عسکرو په پوسته کې د اووتنو عسکرو جسدونه پاتې نور یې په تیښته بریالي شوي دي.
طالبان زیاتوي چې په دواړو پوستو کې یې د یو هاوان او پیک په شمول یو شمیر وسلې او زیات شمیر مهمات ولجه کړي دي.
د کندهار ولایتي حکومتي چارواکو تر دې وخته په دې اړه څه نه دي ویلي.
ارزګان ته په غځیدلي لویه لاره پرتې پوستې یوه په بله پسې د طالبانو له لوري نیول کیږي او دولتي سرتیري نږدې کنډکونو او یا هم د ارزګان ولایت مرکز ته ځانونه رسوي .
باید ووایو چې طالبانو د فراه ولایت په مرکز کې هم یوه پوسته په خپل کنترول کې اخیستي او زیات شمیر وسلې او مهمات یې نیولي دي.
د ژمي په دې یخ موسم کې د طالبانو دا ډول بریدونه حیرانونکي دي .
د پوځي چارو کار پوهان وایي چې د یو منطم پوځ په وړاندې د لږو امکاناتو درلودونکو جنګیالیو تعرضي بریدونه،  پوستې او سنګرونه نیول دا جوتوي چې  د دولت په وړاندې جنګیدونکي کسان د کلک هوډ څښتنان او پیاوړي دي.
عاصم

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button