د هلمند کندهار لویه لاره نن هم د دولتي چارواکو پرمخ تړلي ده.

عزم ( دوشنبه، مرغومی۶مه، ۱۳۹۵ ل ): وسلوالو طالبانو وړمه شپه د کندهار او هلمند تر منځ لویه لاره وتړله او د عامو خلکو د تګ راتګ  لپاره یې د خوشکاوي لاره پرانستي پریښوده
پرون دولتي چارواکو ادعا کړي وه چې لویه یې خلاصه کړي خو موټر چلوونکو یې ادعا تکذیب کړه.
نن دولتي سرتیرو د چارګل پمپ لخوا پر طالبانو بریدونه وکړل خو د لارې په خلاصون ونه توانیدل.
طالبانو په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د اردو عسکرو یوه رینجر یې په خښ کړای شوي مائن الوزولي او دویمه یې په راکټ ویشتلي او له منځه وړي ده.
طالبان ادعا کوي چې ۹ تنه عسکرو ته یې مرګ ژوبله اړولي خو دولتي چارواکو تر دې وخته د خپلو تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي.
د طالبانو دا ډول کلک مقاومت ښیي چې راتلونکې څو اونۍ به هلمند او د کندهار ځینې سیمې  د خونړیو جګړو ډګر وي.
عاصم

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button