په ۲ ولایتونو کې د دولتي سرتیرو او وسلوالو طالبانو تر منځ خونړۍ نښتې شوي

عزم ( جمعه، مرغومی۱۷مه، ۱۳۹۵ل ): دولتي سرتیرو او وسلوالو طالبانو په دوو ولایتونو( غزنی او بدخشان ) کې یو په بل بریدونه کړي او دولتي سرتیرو زیاته مرګ ژوبله لیدلي .
له غزني نه د عزم خبریال خبر راکوي چې د شلګر ولسوالۍ د شاخوږو په سیمه کې تیره شپه طالبانو د پولیسو په پوستو بریدونه پیل کړل خو دولتي سرتیرو د پولیسو مرستې ته ځانونه ورسول او د وسلوالو طالبانو سره په جګړه کې ښکیل شول.
طالبان ادعا کوي چې دوه ټانکونه او ۴ تنه عسکر یې له منځه وړي دي، خو خپل تلفات نه مني.
طالبانوپه یوه خبرپاڼه کې د بدخشان ولایت په مرکز کې د جګړې په اړه ویلي چې پرون ماسپښین دولتي سرتیرو په کلر، ده بالا، درګک او آیین دره سیموکې د طالبانو په سنګرونه بریدونه وکړل خو د طالبانو له سخت مقاومت سره مخامخ شول.
طالبان ادعا کوي چې د مظهرالدین په نوم اربکی قوماندان یې وژلی دی او ۴ تنه نور اربکیان  یې ټپیان کړي دي، مظهرالدین په سیمه کې یو مهم اربکی قوماندان ګڼل کیده.
پرونۍ جګړه ماسخوتن ۹ بجې د دولتي سرتیرو په شاتګ سره پای ته ورسیده خو نن سهار یوځل بیا دولتي سرتیرو پر طالبانو بریدونه وکړل خو ننۍ جګړه کې دولتي سرتیرو زیات تلفات لیدلي او ډیره ژر پای ته ورسیده مګر طالبانو او دولتي چارواکو د تلفاتو ارقام نه دي خپاره کړي، خو دفاع وزارت ویلي چې په ځینو ولایتونو له څلویښتو زیات طالبان وژلي دي.
دفاع وزارت په همیشمني ډول د طالبانو د زیاتې مرګ ژوبلې خبر ورکړی چې نه طالبانو منلی او نه هم په ولایتونو کې خلک د دوی دا ډول خبرونه تائیدوي.
عاصم

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button