په صدقه سره د ناروغي درملنه وکړئ/ریښتینې کیسه

د سعودي عربستان د پلازمیني ریاض په سیمه کې یو کلی دی )حریملاء ( نومیږي، په دې کلي کې یوه میرمن وه چې د ویني د سرطان ناروغي یې لرله ، نو یې د کور دخدمت له پاره له اندونیسیا نه یوه خادمه راوغوښتله ، دا خادمه ډیره دینداره او ښه ښځه وه. د دي ناروغي میرمني په کور کې چې د خادمي یوه اونۍ پوره شوه ، ناروغه میرمن د خادمي یوه عادت ته په فکر کې شوه او هغه دا چې خادمه به حمام ته ډېره تله او په حمام کې به یې له ضرورته زیات وخت تیرا وه، یوه ورځ یې خادمي ته وویل : حمام ته ولې ډېره ځې او دومره زیات وخت ولې په کي تیروې؟

په دې پوښتنه سره خادمه په ژړا شوه او ډېر زیات یې وژړل ، سعودۍ میرمنې د ژړا د لامل پوښتنه ورنه وکړه، خادمي ورته وویل : دلته له راتګ ایله شل شپي مخکي مې زوی وزیږید چې په اندونیسیا کې د ویزاو د دفتر له لوري تلیفون راغی او راته ویې ویل چې ستا د تګ کاغذات تیار شوې دي او سبا ته سعودي ته د تګ تیاري ونیسه، څنګه چې خواري او نیستي په سر اخیستي یو نو خپل تنکی ماشوم مې پرېښود او دلته مې راتګ ته ځان تیار او راغلم ، اوس چې ته مې ویني زه حمام ته ډېره ځم او هلته زیات وخت تیروم ځکه زما سینه له پیو ډکه ده او هغه په حمام کې تشوم!.
سعودۍ میرمن چې یې په دې دردوونکې کیسه خبره شوه سمدستي یې اندونیسیا ته د لومړۍ تلونکي الوتکي ټیکټ ورته واخیست او له ټیکټ سره یې د دوو راتلونکو کلونو ټول معاش ورته یوځای کړ، خادمه یې را وغوښتله او ورته ویې ویل: دا ستا د راتلونکو دوو کلونو معاش او دا هم ټیکټ ده ته دي خپل کورته ولاړه شه ، زوی ته دي پۍ ورکړه او ویې روزه ، دوه کاله وروسته که دي خوښه وه زما تلیفون نمبر درسره ده راته ویې کړه او بیا به دي زه راوغواړم .
د خادمي له تګ څو ورځی وروسته د دې میرمني د سرطان ناروغی د معایني وعده وه ، ډاکټر ته ولاړه او معاینه یې وکړه، د معایني د پایلي په لیدلو سره ډاکټر هک حیران پاته شو او هغه ځکه چې د ناروغي پایله صفر وه او هیڅ شتون یې نه لاره!، ډاکټر میرمني ته پایله بیان کړه او زیاته یې کړه چې د ده زړه ته نه لویږې باید نوري معایني وکړې او تکرار یې کړي هماغسي څو معاینې تکرار شوې خو ناروغي مکمله ختمه شوه.
ډاکټر پوښتنه وکړه چې علاج دي چیرته کړی دی او دا څه ډول علاج ده چې په دومره کم وخت کې یې ناروغي پوره ختمه کړې ده؟! سعودۍ میرمني د خپلي خادمي کیسه ورته وکړه او زیاته یې کړه : عن أبي أمامه رضي الله عنه أن النبي صلى الله عليه وسلم قال: داوو مرضاكم بالصدقة، یعني رسول الله صلي الله علیه وسلم وایي : تاسو په خیرات سره د خپلو ناروغانو درملنه وکړئ .
یادونه : یوه عرب ملګري دا کیسه لیکلې ده او وایي چې دا یې له ډیر کره او باورې سړي نه اوریدلي او کیسه ریښتیني ده، زموږ ایمان دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم رښتینی پیغمبر دی، او د هغه خبره رښتیا او کره ده چې فرمایي: داوو مرضاكم بالصدقة، صحيح الجامع برقم 3358. یعني په خیرات او صدقه سره د خپلو ناروغانو درملنه وکړئ. s

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button