د جنرالانو  بیروبار

زخمي افغان:
د امریکا په لاس جوړ شوي د افغانستان مسخره حکومت نږدې ټول ارزښتونه او معیارونه مسخره کړل.د ګوډاګي رژیم په سیاسي،فرهنګي،اقتصادي او نورو رسواییو سربیره یوه نوې پدیده چې تازه په تازه ورته د رسنیو پام اوښتی د حکومت دننه د جنرالیزم ویروس دی چې هره شیبه په خپریدو دی او تراوسه یې له زرو زیات حکومتي چارواکي نیولي دي.
جنرال په عسکري سلسله مراتب کې یوه مهمه او استثنایي عسکري رتبه بلل کیږي چې سرتیري له ډیرو خدماتو او سختو پړاوونو تیرولو وروسته د عمر په وروستیو کې دې رتبې ته رسیږي. مګر راشئ د کابل ګوډاګي رژیم ته چې جنرال کیدل په کې د ورځې خبر ګرځیدلی او هره ورځ یوه نه یوه واسطه او پیسه درلودونکي ټوپکوال ته د عسکرۍ دغه لوړه رتبه ورکول کیږي.
د امریکا چاپ نیویارک ټایمز ورځپاڼې په یوه وروستي تحلیلي راپور کې ویلي دي چې په افغانستان کې جنرال کیدل د ورځې خبر ګرځیدلی. ورځپاڼه لیکي چې په افغانستان کې یوازې د رسمي او برحاله جنرالانو شمیر تر زرو اوښتی دی غیر رسمي او ځانبولي جنرالان خو شاید تر زرګونو ورسیږي.
د ورځپاڼې په باور همدا اوس د کابل د رژیم پوځ د امریکا تر پوځ زیات جنرالان لري په داسې حال کې چې دغه نوی پنځیدلی پوځ د امریکایي اردو د یوه مرتزقه او اجیر ځواک حیثیت لري. د امریکا لخوا په روزل شوې داخلي اردو کې تر زرو د زیاتو ماشیني جنرالانو شمیره له دې امله هم د تعجب وړ ده چې دغه شمیر د ترکیې هیواد غوندې د یوه منظم او پراخ پوځ د جنرالانو له شمیر څخه هم په مراتبو زیات دی.د ترکیې پوځ همدا اوس یوازې ۲۰۶ تنه جنرالان او آدمیرلان  یا امراء البحر لري چې د ګوډاګۍ ادارې د جنرالانو په پرتله څو برابره کم دي.
د حفیظ منصور په نوم د چارو یوه شنونکي نیویارک ټایمز ورځپاڼې ته ویلي چې په افغانستان کې  د جنرال کیدو فرهنګ  د کمونیستانو له سقوط وروسته د تنظیمي واکمنۍ له وخته راپیل شوی دی. د مجددي او رباني په حکومتونو کې دې فرهنګ خورا وده وکړه، هره شپه به  له راډیو څخه  عادي افرادو ته د جنرالۍ د رتبو ورکړه اعلانیدله.نوموړی وایي چې په یاد یي دي چې  یوه ورځ حضرت مجددي ۳۸ کسانو ته په یوه دسخط د جنرالۍ رتبه ورکړه او لست یې له راډیو څخه اعلان شو.
د تنظیم شاهۍ په وخت کې جنرالان دومره زیات شوي وو چې د دفاع وزارت په اشپزخانه کې به په یوه بل پسې غږ کیدو چې او جنرال صاحب !  یوجایجوش چای خو را دم کړه. د تنظیم شاهۍ په کلونو کې د مختلفو جهتونو تر منخ د جنرالۍ مسابقه ښه په درز روانه وه که یوې ډلې به  خپل لس کسان جنرالان اعلانول بلې به کوښښ کاوو چې شل تنه یي جنرالان شي. تردې چې جنرال دوستم خو خپل نږدې ملګري ټول د جنرالۍ په رتبه نازولي وو او خلکو به په ټوکه ویل چې د دوستم به محافظینو کې ډګروال نشته او له پلوه جنرالان دي.
د رباني د دوران غوندې د کرزي او اشرف غني په حکومتونو کې هم د جنرال سازۍ ماشین ښه په درز کې روان دی او ماشیني جنرالان تولیدوي. د حکومتي غټایټو ، جګړه مارانو او قومي ټیکه دارانو زامن پرته له دې چې له ښکته پورته عسکري مراحل طی کړي په اتومات ډول د جنرال رتبې ته پورته کیږي.
داسې هم ویل کیږي چې له جنرالۍ او نورو عسکرو رتبو څخه بزنس او د ګټې وټې کاروبار جوړ شوی دی. عسکري رتبې د پیسو او رشوت په مقابل کې خرڅیږي او د حکومت لوړپوړي چارواکي له دې درکه ډیرې پیسې لاسته راوړي.
په داسې حال کې چې په جګړه کې د حکومتي پوځیانو تلفات وروستي اوج ته رسیدلي او ډیر ځله د جنرالانو په شمول لوړپوړي نظامي چارواکي هم د طالبانو په لاس وژل کیږي د ارګ چارواکي د نویو ماشیني جنرالانو په تولید سره هڅه کوي رامنځته کیدونکې تشه ډکه کړی.
د کابل په نااهله او شکست خوړلي رژیم کې د جعلي اتلانو ، استادانو او قهرمانانو تر څنګ د بادراوړیو جنرالانو بیروبار یو بل د پیغور او نااهلۍ پیزوان دی چې ګډوله رژیم یې تر شرم لاندې د بیوسۍ ارږمي باسي.
Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button