کابل کې سترې محکمې ته نږدې چاودنه کې ۶۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

دریم تعقیب:

د سترې محکمې مخته په زوروره چاودنه کې ۶۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې، د وزیر اکبرخان روغتون چارواکو رسنیو ته ویلي چې تر دې مهاله یې ۲۰ تنه مړي او ۴۵ تنه نور ټپيان ور وړي دي.

له چاودنې وروسته د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب الله دانش رسنیو ته وویل چاودنه د سترې محکمې په پارکینګ کې د موټر بم په توسط رامنځ ته شوې او ۱۲ تنه یې وژلي دي.

دوهم تعقیب:

د کابل امنیه قومندانۍ ویاند بصیر مجاهد ویلي، برید دوو سرتېرو بریدګرو کړی او د سترې محکمې دولس تنه یې وژلي دي.

د پلازمېنې کابل امنیتي چارواکي وايي، څو شېبې وړاندې سترې محکمې ته نږدې چاودنه شوې، چې ګڼو خلکو ته یې مالي او ځاني زیانونه اړولي دي. ځايي خلکو رسنیو سره په خبرو کې ویلي، سیمه کې ډېر امبولانسونه لیدل کېږي او پولیسان ټپیان روغتونونو ته انتقالوي. تراوسه پورې د چاودنې نوعیت نه دی په ډاګه شوی او نه هم وسله والو طالبانو د اوسنۍ چاودنې په اړه رسنیو ته څه ویلي دي. نورو جزیاتو لپاره عزم سره پاتې شئ.

 

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button