په فرانسه کي دالوتکي دنسکورېدلو په پېښه کي ۱۵۰ تنه وژل شوي

دفرانسې دهوايي چلند چارواکو ویلي، چي ددغه هیواد په جنوب کي دجرمني یوه ايربس ای ۳۲۰ الوتکه نسکوره شوې ده، چي پکي سپاره ټول کسان وژل شوي دي.

دغه مسافر وړونکې الوتکه چي دجرمن وينګز دليفتانزا هوايي شرکت له لوري اداره کېدله دفرانسې په جنوب کي دالپ په غرونو کي لوېدلې ده.

راپورونه وايي، چي سیمي ته دواورينو غرونو او لريوالي له امله موټر ژرنشي رسېدلی، له همدې امله دچورلکو په وسيله ژغورونکي ټيمونه دپيښي ځای ته رسېدلي دي.

فرانسوي چارواکو ویلي، چي دغه مسافر وړونکې الوتکه دبرسلونا له ښار څخه دجرمني دوسلدورف ښار ته روانه وه.

دفرانسې لومړۍ وزیري انګلامیرکل ویلي، چي دغې پيښي ټکان ورکړی دی، نوموړې ویلې، چي سباچهارشنبه به خپله دپيښي ځای ته ولاړه شي او هلته به دپيښي په اړه له چارواکوسره وګوري.

ویل شوي، چي دپيښي ځای ته دجرمني دټرانسپورټ وزیر او په فرانسه کي دجرمني سفیر تللی دی.

دفرانسې ولسمشر فرانسو اولاند په پيښي خپله خواشيني څرګنده کړې او ویلې دي، چي په الوتکه کي سپاره ټول کسان وژل شوي دي.

دجرمن وينګز شرکت په دغې مسافر وړونکې الوتکه کي د۶ تنه عملې په ګډون ۱۵۰ تنه سپاره وو.

دجرمن وينګز شرکت اجرايوي رئیس په پېښه کي دوژل شویو کسانو له کورنیوسره خپله خواخوږي ښودلې ده، کارسټن سفور ویلي، چي که دا پېښه یقيني شي، نو دا به دليفتانزا هوايي شرکت لپاره یوه تياره ورځ وي.

چارواکو ویلي، چي دپيښي په اړه یې پلټني پيل کړي دي، خو تراوسه دپيښي لامل څرګند شوی نه دی.

عادل خپلواک

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button