اوس پوه شوم چې طالب څوک دی!

لیکوال: خوګمن شبکخیل
ښه مې په زړه دي، پلار به مې رادیو اوریدله ما به ویل دی له خبرونو نه ولی نه ستړی کیږي، ماته به “نوی کور نوی ژوند” ډرامه ډېره په زړه پورې وه، هیله مې دا وه چې خبرونه ختمیدی، نو همدا ډرامه مې اوریدلی.
پلار به مې ویل چې امریکایانو په افغانستان برید کړی،هره ورز به یې ویل نن یې پلانکی ولایت ونیو، نن یې هلته بمبار وکړ، پلانې مشر ورسره یو ځای شو؛ همداسې نورې کیسې به یې کولې.

زما ذهن کې به پوښتنې راغلې فکر به مې وکړ چې اخر دا طالب دی څوک؟ امریکایان بیا څوک دي؟! ماشتوب وو نور مشاغل ډیر وو بیا به مې دا فکر پریښود.

دا نو د هغو وختونو کیسې دي چې د هجرت ورځې مو په پاکستان کې تیرولې.

وطن ته چې راغلو دا حالات به مو په سترګو لیدل هیڅ د حل لار به یې نه رامعلومیده، زړه به مې ویل چې هر څنګه وي جنګ دي ختم شي، ښه مې په یاد دي یوه خپل مې چې “میوند” نومیده طالب وو،بمبار کې یې درې ملګري د لاسه ورکړي وو، یو مجلس کې مې ولیدو، ویل یې یو څو ورځې ورسته بیا ځمه جنګ ته ورته حیران شوم ومې ویل یه ملګریه! څومره سختۍ درباندې راغلې څومره خواږه ملګري دي د لاسه ورکړل بس کړه نور راځه خپل عادي ژوند پیل کړه” ویې خندل وایې عجیبه کیسه کوي موږ ورپسې ورغلی یو که امریکایان راپسې راغلي؟ دا ملګري مې که تربور یا د وطن خلکو وژلي وای تر څو چې ژوند راسره ملګرتیا کوله، نو د انتقام په لټه کې به وم، دا خو امریکایانو وژلي څنګه یې همداسې پریږدم؟
ما ویل: که ته شهید شوی نو بیا؟
کړس شو ویې خندل بیا یې په موسکا وویل: بیا څه معنی؟ دا لسم کال دی په زرګونو ځوانان شهیدان شول یو به زه هم شم نو څه به وشي؟؟!!

بیا مې هم سر نشو خلاص فکر به مې کاوو دا طالبان د داسې خلکو یوه ډله ده چې مشرانو یې هم جنګیالي وو، دوی هم بل کار نلري نو مخکې به یې مشرانو د روسانو سره جنګ کاوه اوس یې کشران د امریکایانو سره جنګ کوي.
وخت تیریدو خدای داسې ورځ راباندي راوسته د ماښام وخت وو ،بې پیلوټه الوتکې بمبار راباندي کړی وو، د لاسونو هډوکې مې په خپلو سترګو لیدل،خولې مې د وینو او د بوی قوت مې د باردو بوی حس کاوه، د اور لمبې بلې وي، فکر مې کاوه خوب وینم بیا به مې ځان وخوځاوه، خو دا خوب نه حقیقت وو څنګ کې مې خوږ ملګری یو طرف ته داسې پروت وو لکه نور چې په دې دنیا کې نه وي پاتې، خپلې خبرې مې نه اوریدلې،فکر مې وکړ چې نور زه هم په دي دنیا کې د څو شیبو میلمه یم، پاس مې وکتل بې پیلوټه هوا کې راباندی ګرځیده، د ماشومتوب راهسې مې چې کوم سوالونه په ذهن کې ګرځیدل چې طالب څوک دی؟ولي جنګ نه پریګدي؟ زنداني شي، زخمي شي،معیوب شی، په باروتو کې سوی سکور شي، له کور نه وشړل شي، خو بیا هم جنګ ته روان وي، څنګه یو طالب له ځان نه باروت تاو کړي بیا هغه بټن ووهي چې د طالب په بدن پوري تړل شویو باروتو د انفجار لپاره لګیدلی وي!!
بې پیلوټه راباندي ګرځیده زما د ټولو سوالونه ځواب یې راکړی ؤ.

د دي پیښې شپږ کاله وشول اوس دا څو ورځې مخکې د لوبو په یوه میدان کې ناست وم ټول ملګری لګیا وو لوبه یې کولا ما له لري نه ورته کتل، خوند یې راکولو خو برخه مې نشوه پکی اخیستی دواړه لاسونه مې کمزوری شوی دي، یو خو بیخې بې کاره دی،پښه مې هم کمزوري ده، یو ناڅاپه چې غږ وسي ډاریږم، خو زړه مې قوی شوی، په خپلو زخمونو دردونو خوښ یم تر ټولو زیات په دې خوښ یم چې د خپل سوال ځواب مې وموند.

اوس وایم طالب هغه څوک دی چې د ۴۹ یرغلګرو هیوادونو مقابلې ته د یو ټوپک سره میدان ته راوتلی وو او نږدي ده چې نیمایې نړۍ د ماتې په درشل ور ټیل وهي، طالب هغه څوک دی چې یرغلګر یې په سترګو بد لګیږي ځکه ښارونو ته نه راځي او لري دښتو او دنګو غرو کې د ټوپک په غاړه لوږه تنده ګرمي یخني په ځان تیروي،
طالب د هغې حیاء دارې خورکۍ ورور او د هغې سپین سرې زوی دی د چا د کور دراوزه چې په نیمه شپه انګریزانو ور ماته کړه بې ستره یې کړه او د بې وسه اوښکې یې پرمخ وبهېدې.

طالب د هغه پلار زوی دی چا چې دوه وخته ډوډۍ نشوه موندلی انګریزان لاسونه شاته ورباندي وتړل او باګرام او پلچرخي کې شپې سبا کوي.
هو باید اوایم طالب ریښتونی افغان دی، طالب د دې ولس د هیلو ترجمان دی، طالبانو د زنداني مسلمانانو د هیلو وروستۍ ډیوه ده، داسې ډیوه چې د ظلمونو، وحشتونو او پیغورونو، در به درۍ، لوږو، تندو او د مسافرۍ ویروونکو بادونو هم مړه څه چې تته هم نکړای شوه.
هوکې! طالب! په چا پسې نه دی ورغلې بلکې دا خو د نړۍ د کفارو ستر لښکر په ده پسې راغلې، د دې وطن سمه او غر د طالب په حقانیت شاهدي ورکوي، طالب د هغې معصومې خور د عزت ساتونکې دی چې صلیبي تاړ اکګرو او وحشي غلامانو یې د ابوغریب او بګرام په زندانونو کې د عزت لوپټې تار تار کړی، طالب د هغې ننګرهارۍ ناوکۍ ورور دی چې د واده په لومړۍ ورځ په داسې حال کې چې لا یې د خپل ملګري سره لیدل هم نه ؤ شوي، صلیبي طیارو یې د واده ورا بمبار او د ناو

کۍ په شمول یې د لسګونو تنو افغانانو ژوند واخیست، طالب د هغې هلمندۍ ناوکۍ ورور دی چې د واده په لومړۍ شپه یې داخلي مزدورو عسکرو کور په توپونو لوټه لوټه کړ او د دې په ارمانونو یې تورې خاورې ور واړولې، طالب د خپل ولس د آزادۍ، خپلواکۍ او عظمت ساتونکې دی طالب اتل او همدا اتل به درست نړیوال کفر ته د الله جل جلاله په نصرت د خپل سر په کاسه کې اوبه ورکوي او د امپراطوریو په هدیره افغانستان کې به د صلیبي یرغلګرو د وروستي پاتې عسکر پر ککرۍ هم غزنوي توره راخلاصه او ډیموکراسي به هم د کمونیزم په برخلیک اخته کوي. طالب رښتونې افغان دی.
هو هر هغه افغان چې د یرغلګر څخه کرکه لري،د وطن د آزدادۍ او شرعي نظام ارمان لري هغه طالب دي.

نن شپاړس کاله ورسته وایم زه هم طالب یم.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button