د حضرت عمر رضي الله تعالی عنه هیبت او دبدبه

لـيــــــكوال :حافظ هـــاشمي

محمدبن سعد بن ابي وقــــاص لـه خپــــل پلار څخه بیان کوي ، چې  یو وخــت حضــــرت عمـــر رضي الله تعالی عنه په داســـــي حال له جناب رسول الله صلى الله علیه وسلم څخه ددننه راتـــگ اجازه وغوښته چې له ده مبارک سره دقریشو څو مېرمني ناستي وې،چې په بې باکه ډول اولوړ اواز  یې د علیه السلام مبارک سره خبري کولې اودنفقې دزیاتوالي غوښتنه یې کول . هغو ښځو چې دحضرت عمر رضي الله تعالی عنه  اواز واوریدى، نو سـمدستي ولاړي شوىې اود پردې شاته پټي شوې .هغه و چې جناب رسول الله صلی الله علیه وسلم اجازت ورکړه اوحضرت عمر رضي الله عنه دننه راغلی .

په دې وخــت کــې رسول الله صلی الله علیه وسلم وخندل . حضرت عمر رضي الله تعالی عنه یې خندا لامل ترې وپوښتی چې  یارسول الله ! زماپه لیدلو ولي خندا درغله ؟

نبي علیه السلام ورته وفرمایل :

«اى عمره !الله تعالى دي تل تاخوښ اوخوشحاله لره، ماته پردغه ښځو خنداراغله چې دا اوس زماسره ناستي وې ، دوى چې کله ستاغږ  واوریدى نوسمدستي ولاړي  شوې اودپردې شاته پټی شوې .»

حضرت عمر رضي الله تعالی عنه  ورته وویل: یارسول الله ! دوى خوباید زماپر ځا ى له تاڅخه حیا درلوداى؛ له تاسره په ادب غږېدلای ؛دومره په لوړ غږ یې خبري نه کولاى  . وروسته حضرت عمر رضي الله تعالی عنه هغو ښځوته وویل : اى دخپلو ځانونو د ښمنانو!  تاسي له ماڅخه حیاکوئ لکن له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه هیڅ حیا نه درته دریږي ؟ هغو ښځو ورته وو یل: هوهمداسي ده؛ته له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه زیات سخت دریځه یې ؛ هغه مبارک خو ډیر نرم زړی دى موږنه ترې بیریږو .

له هغه وروسته جناب رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : «اى عمره !په هغه ستر ذات مي دي قسم وي ، چې زما روح یې په واک کې  دى ،چې یوازى ښځي له تا حیانه کوي ،بلکي  شیطان چې تاپرکومه لاره وویني نوهغه خپله لاره بدلوي اوپربله لاره روان شي .»

صحیح البخاري ، اول ټوک، ص[۵۰۴]

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button