جانانه! بیا دې د فراق شېبې دي

لیکوال: صفي الله  “رائد”

د ژوند یو څو کړۍ یې تېر  داسې کړې؛ ته وا شبنم چې پر غاټول پروت وي او اې!

خبرې بیا د تللو کوي!!!

په زړه مې داغ جوړ، داسې غم جوړکړي؛  لکه یو چاچې ځورولی یمه، لکه یو چاچې ښه رټلی یمه،

بې وسه زړه مې یوه کړیکه کړي نارې داسې کړي:

جانانه!  بیا دې د فراق شېبې دي

جانانه!  بیا دې د فراق شېبې دي

اې طالب جانه خیر دی لږ خو تم شه!

د زړګي سره یوه شــپه خو تم شه!

اې!

نن مازدیګر به درته څو خاطرې،  رنګین ماښام به دردیدلې کېسې، درته به وکړم یو څو نوې کیسې!

خو اې جانه خیر دی لږ خو تم شه!  دزړګي سره همدا نن خو تــم شه!!!

راسره ژوند یې څه ناشنا تیر کړ، څه په موسکا څه په خندا تېر کړ.

په جامعه کې یو ناشنا انسان و،

څه د اخلاقو نمونه انسان و.

ډېر غلی، چپ انسان و؛ ښه انسان و. ډېر په زړه پورې، ډېر ښایسته انسان و.

رائده! څه به یې کړې لاړو درنه؛

که څه هم هر اړخیزه ښه انسان وـ ښه انسان و.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button