دغه لس شیان مو د ګناه له سزا څخه خلاصولی شي

لیکنه : عبدالله عزام

شیخ الاسلام علامه ابن تیمیه رحمه الله تعالی لیکي :

مؤمن چې کله ګناه وکړي ، نو له هغه څخه دهغي ګناه عقوبت او سزا د لسو وجوهاتو له امله دفع کېدلی شي :

۱ : داچې توبه وکړي او الله تعالی تعالی هم ورته عفوه وکړي ، ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي چې له ګناه څخه توبه کوونکی داسي دی ، لکه ګناه چې یې بیخي کړې هم نه وي .

۲ : یا دا چې استغفار وایي او مغفرت ورته وشي .

۳ : یا داچې نیک کارونه کوي او په هغه سره یې ګناهونه محوه شي ، ځکه چې نیکۍ ګناهونه خرابوي .

۴ : یا دا چې مؤمنان وروڼه ورته دعاګاني کوي او په ژوند او له مرګه وروسته ورته  مغفرت غواړي .

۵ : یاداچې مؤمنان له خپلو نیکو اعمالو څخه هغه ته له مړیني وروسته داسي څه ډالۍ کوي چې هغه ته فایده وکړي .

۶ : یا داچې دقیامت په ورځ یې محمدرسول الله صلی الله علیه وسلم شفاعت وکړي .

۷ : یاداچې الله تعالی په دنیا کې داسي مصیبتونه پرې مسلط کړي چې د هغه د ګناهونو کفاره وګرځي .

۸ : یاداچې په برزخ کې الله تعالی عذابونه ورکړي او له ګناهونو یې پاک کړي .

۹ : یاداچې د قیامت په سختو اهوالو کې یې مبتلا کړي او په هغه سره یې ګناهونه وبخښي .

۱۰ : یاداچې ارحم الراحمین ذات رحم پرې وکړي .

یا الله ! له دې آخري نوع څخه مو وګرځوه یارب !

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button