سیما سمر: زندانیانو ته اوس هم شکنجه ورکول کېږي

عزم: (سې شنبه، ۵غویی، ۱۳۹۶): د ملګرو ملتونو دفتر یا«یوناما» وايي، اوس هم د افغانستان زندانونو کې بندیانو ته شکنجه ورکول کېږي او زیات یې په رواني ناروغیو ککړ شوي دي.

د یوناما تازه راپور کې راغلي، چې دوی د هېواد په بېلابېلو زندانونو کې له ۴۶۹ بندیانو سره مرکې کړي او ټولو یې ورته ویلي، چې د اقرار اخیستلو په وخت کې شکنجه ورکول کېږي.

د یوناما د راپور له مخې، په شکنجه کې وهل ټکول، قفايي، برېښنايي شارټونه، بې خوبي او د اعدام ګواښونه ورته کېږي.

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون مشره سیما سمر هم مني، چې له زندانیانو سره ناوړه سلوک پای ته نه دی رسېدلی؛ بلکې په شکنجو کې زیاتوالی راغلی دی.

د سمر په خبره، تېر کال یې د شکنجې ۹۰ پېښې ثبت کړي، چې ډېری یې د پولیسو، اربکیانو او د ملي امنیت عسکر پکې ښکېل وو.

ددې په خبره، د شکنجې پېښې له دې هم زیاتې دي او تراوسه پورې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون استازي د هېواد بېلابېلو زندانونو ته نه پرېښودل کېږي او امنیتي چارواکي له زندانیانو سره د لیدلو وخت نه ورکوي.

د ملګرو ملتونو دا راپور داسې مهال خپریږي، چې د امنیتي عسکرو له خوا «صحرايي» محکمې هم روانې دي او ډېری بې ګناه ځوانان اربکیانو، پولیسو او د اردو عسکرو زندان ته د وړلو مخکې ویشتي او وژلي یې دي.

نږدې دوه اوونۍ وړاندې د څرخي پله زندانیانو اوونیز اعتصاب کړی او لامل یې د زندان د چارواکو له لوري  له بندیانو د انساني سلوک نه کول وو.

عزم. اورګ داسې اسناد هم په لاس ورغلي، چې ډېری ازاد شوي بندیان اوس په رواني ناروغیو اخته شوي او د بدن ځینو غړو یې کار پرېښی دی.

اوسمهال د هېواد په زندانونو کې د سیاسي، جنايي، غلاوو، وژنو، کورني تاوتریخوالي په جرمونو نیول شویو بندیانو ترڅنګ یو شمېر هغه هم دې چې له طالبانو سره په همکارۍ نیول شوي.

تېرکال په څرخي پله کې شپږ زندانیان له طالبانو سره د همکارۍ په تور د ګډ حکومت مشرانو اعدام کړل، چې طالبانو په بېلابېلو ولایتونو کې قضايي چارواکي په نښه کړل.

بریالی روان

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: