افغان حکومت له افغانانو دفاع کوي او که  له خارجي یرغلګرو ؟! قضاوت پر تاسو 

خط اول: 

هغه ورځ یو افغان سرتیري د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې ۴ تنه امریکایي عسکر ووژل او څو تنه یې نور ټپیان کړل . دافغان سرتیرو له لوري داسي حملې له دې مخکي هم څو ځله رامنځته شوي دي . پرونی برید یقینا د خوښۍ وړ هم و او له غمه ډک هم .

خوښي خو یې ځکه لرله چې هغه خارجي یرغلګر په کي له منځه ولاړل چې دالله تعالی دښمنان ،  د هر افغان د سر دښمنان او د ګران هېواد د ټولو بدبینیو اولني عاملین دي . غمیزه ځکه وه چې بیرته هماغه افغان عسکر له خارجي صلیبیانو څخه د غچ اخیستلو په پار د خپلو افغانو ملګرو سرتیرو له خوا وژل کیږي . په دې سره داخلي عسکر خارجيانو ته په عملې توګه دا تأثر ورکوي چې ستاسي په خدمت او چوپړ کې او ستاسي د دفاع لپاره حتی مونږ د خپل افغان ورور له ځپلو او وژلو څخه هم هیڅ صرفه نه کوو ، چې دا یقینا د افغانیت پر جامه باندي یو نه محوه کېدونکی تور داغ دی .

له بل پلوه پرون ورځ امریکایي ځواکونو پر افغان سرتیرو بمبار وکړ چې په ترڅ کې یې لس تنه ووژل شول او ۱۶ ټپیان شول . داچې په ننګرهار کې افغانانو د خارجي یرغلګرو د دفاع لپاره خپل افغان ورور وواژه ، خو د هغو خپلو سرتیرو او افغان ځواکونو په دفاع کې په ټول افغانستان کې د هغوی د دفاع  لپاره هیڅ یو چارواکي داسي عملي اقدام ونه وکړ ، چې د خپلو وژل شوو سرتیرو غچ دي واخیستلی شي . آخر دا څنګه افغانیت دی ، څنګه مسلماني ده چې دخارجي یرغلګرو او نصاراوو د غچ په موخه خپل افغان ورور وژنم ، خو د خپلو وروڼو د انتقام لپاره د هم هغو سرو صلیبیانو د ساتني په موخه د هغوی په منځ کې ټيټي سترګي ګرځم . تاسي قضاوت وکړئ چې افغان حکومت له افغانانو او افغانستان څخه دفاع کوي او که د خارجي یرغلګرو حمایه او ساتنه کوي او لپاره یې له هر څه افغانیت او اسلامیت تر پښو لاندي کوي .

دا لومړی ځل نه ده چې پر امریکایي سرتیرو برید کوونکي عسکر خپله د افغان عسکرو له لوري وژل کیږي ، بلکي له دې مخکي هم څو ځله داسي پیښي رامنځته شوي چې د هغه افغان عسکر ټټر د افغان ګولۍ خوري .

بل لوري ته یې حکومت دومره بې وسه او ناتوانه دی چې له ولسمشر څخه تر ادنی عسکر پوري د بمبار شوو عسکرو په اړه یې له خارجي یرغلګرو څخه د ولي پوښتنه هم ونه کړه  ، بلکي پر همدې یې بسنه وکړه چې امریکایي چارواکو پر دې کار بښنه وغوښتل . خو په صرف بښني غوښتلو سره دا لومړی ځل نه دی چې د افغانانو ویني بښل کیږي ، بلکي د سولي سپین مرغه ، دکابل ورانوونکی او د ۶۰۰۰۰ افغانانو قاتل هم صرف په بښني غوښتلو سره وبخښل شو او نن په کابل کې چکري وهي .

ولسمشر خو ددې جرئت هم نشي کولی چې داسي پيښي وپوښتي او تحقیق یې وکړي ، بلکي پر هغه خو د امریکایانو له لوري ملنډي وهل کیږي چې دلته طالب د سولي لپاره را بولي او لپاره یې تاوده پروګرامونه جوړوي ، خو د کابل د غونډي سره همزمان په آسترالیا کې د امریکا د دفاع او بهرنیو چارو وزیرانو د یوه مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې بیا ویل کیږي چې :

«طالبان په افغانستان کې هیڅکله د سیاسي پروسې او سولي برخه نشي کېدای .»

چې دا په ولسمشر له ملنډو وهلو پرته بل هیڅ نشي کېدای . خو ددې هرڅه سره هم ولسمشر د خارجیانو په چوپړ کې یو ه لحظه غفلت هم نه ښيي .

افلاطون ښه ویلی دي چې :

«که اسمان ازادي ووروي ، لا به هم تاسي ځیني خلګ ووینئ چې سایوانونه به یې راخیستي وي .»

 

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button