ارګ د زنبق د قتل عام مسؤل دی

لیکوال: زخمي افغان
شاوخوا یوه میاشت وړاندې د جوزا میاشتې په لسمه نیټه د کابل ښار په زړه کې یوه درنه چاودنه وشوه چې د سلګونو کسانو به مرګ ژوبل سربیره یې سلګونه میلیونه ډالر زیان هم واړاوه.
دغه چاودنه د کابل ښار د وزیراکبر خان مینې د زنبق څلورلاري ته نږدې وشوه،د چاودنې په اړه د امنیتي کامرو ثبت شوي معلومات ښیي چې انفجاري مواد د فاضلاب د تخلیې په ټانکر کې ځای په ځای شوي و،چې په ډیره هیښوونکي بڼه تردې ځایه رارسیدلی او بیا چاودنه ورکړل شوه.
دغه چاودنه چې د افغانستان د روانې جګړې په بهیر کې کمساري چاودنه بلل شوې،تراوسه یې رسما هیچا مسؤلیت نه دی منلی،طالبانو د چاودنې مسؤلیت رد کړ، د طالبانو د تحریک مرستیال ملا سراج الدین حقاني د دې پیښې په اړه وویل چې موږ هیڅکله داسې عملیات نه ترسره کوو چې په هغه کې عامو خلکو ته زیان ورسیږي.دا چې چاودنه په ډیر حساس ځای کې په هیښوونکې بڼه شوې وه له پیله ویل کیدل چې دغسې چاودنې د حکومت دننه د ځینو کړیو له همکارۍ او اجازې پرته نه شي کیدلای.
د چاودنې په اړه له هماغې لومړۍ نیټې د اتهام ګوتې د ارګ او په خاص ډول د امنیت شورا د مشر حنیف اتمر په خوا سیخې وې،حنیف اتمر چې په افغانستان کې د اشغالګرو مهمه مهره بلل کیږي په وروستیو کلونو کې یې مرموزو کړنو ته لاس اچولی. په افغانستان کې د داعش په نوم د وسلوالو راپورته کول، د هغوی تجهیز او تمویل او د طالبانو او نورو امریکا ضد جهتونو په وړاندې د یوې وسیلې په حیث ترې کار اخیستل د حنیف اتمر له ابتکاراتو ګڼل کیږي.حنیف اتمر چې له امریکا سره یې د امنیتي ملګرتیا په تړون یې لاسلیک کړی اوس عملا د یوه امریکایي مامور په حیث فعالیت کوي او د سي آی اې او پنټګان لخوا ورکړل شوې طرحې یو په بل پسې پلي کوي.
د کابل د وروستۍ چاودنې په اړه یو تحلیل دا و چې کیدلای شي دا کار دامریکا په اشاره شوی وي، ځکه چاودنه په هغه سیمه کې شوې چیرته چې د بهرنیو هیوادونو سفارتونو موجود دي، په دې کار سره امریکایانو وکولای شول هغو هیوادونو ته دخطر زیګنال ورکړي چې د افغانستان په موضوع کې له امریکا سره په یوه لاره نه ځي.
په دې وروستیو کې د جرمني پوځي استخباراتو له دې رازه پرده پورته کړې چې د کابل د چاودنې په اړه یې له ډیر پخوا څخه معلومات درلودل.د جرمني د بهرنیو چارو وزارت چارواکو ویلي چې جرمني استخباراتو پنځه میاشتې پخوا دا خبره کشف کړې وه چې د کابل په دیپلوماتیکه ساحه کې د ټانکر په واسطه یو لوی برید کیدونکی دی.
جرمني چارواکي وایي ددې برید په اړه یې د ارګ چارواکي او د حکومت د ملي امنیت یا استخباراتو اداره هم خبره کړې وه مګر هغوی له پوره خبرتیا سره سره ځانونه غافل ګڼلي وو. جرمنیان وایي له پیښې پنځه ورځې مخکې یې په دې اړه خبرداری ورکړی و چې برید په نږدې ورځو کې ترسره کیږي خو د ارګ دولتي چارواکو بیا هم د مخنیوي لپاره هیڅ اقدام نه کاوه او نه یې دا ګزارشات مهم بلل.
له دې څخه څرګندیږي چې د ارګ چارواکو او په خاص ډول د ملي امنیت شورا له ټول خبرداري سره سره په لوی لاس د برید ترسره کیدو ته زمینه سازي کړې او د چاودنې تر ځایه د موټر په رسیدو کې یې پوره همکاري کړې ده.
د ارګ د چارواکو بالخصوص د امنیت شورا لخوا دغسې مرموزې چاودنې او شکمن فعالیتونه دا خبره ثابتوي چې د کابل ګوډاګی رژیم په بشپړه توګه د امریکا په یوه ریموټي نانځکه تبدیل شوی او د امریکایي طرحود تعمیل په لاره کې له هیڅ راز جرم و جنایت څخه دریغ نه کوي نو ځکه د مرموزو چاودنو په توسط په مکرر ډول غمیزې زیږوي او اولس بیا بیا په ماتم اړوي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button