د یوویشتمې پېړۍ ابراهیم او اسماعیل! 

ظریف افغان
شیخ اخندزاده صاحب ثابته کړه چې په دې عصرالفساد کې د ابراهیمي سنت پيرو او احیاګر دی. همداسې شهید حافظ عبدالرحمن هم ثابته کړه چې د دې ابراهیم تر ذبیح اسماعیل کم نه دی!
موږ په یوویشتمه پېړۍ کې د ابراهیم او اسماعیل ژوندۍ کارنامه ولیده!
پرون د طالب مشر شیخ هبة الله اخندزاده زوی حافظ عبدالرحمن ګرشک کې سرتېری برید وکړ. دې پېښې سخت ټکان راکړ. داسې پېښه راته د توقع خلاف وه.
کله چې شیخ هبة الله د امارت مشر وټاکل شو بعضې مطبوعاتو ولیکل چې د خپل زوی نوم یې د فدایانو له لیست څخه ویستی دی. د طالبانو اړوندو مطبوعاتو هم څه ونه ویل. اوس چې دا کار وشو نو ثابته شوه طالبان د کار خلک دي نه د شعار!
طالب مشرتابه دنیا ته وښوده چې څومره هغې لارې ته متعهد او صادق دی چې ادعا یې کوي.
طالب نه ماتېږي!
دې پېښې له پرون راهیسې هک پک حیران کړی یم.
تاریخ چپه ګرځېدلی؟
ابراهیمي دور او اسماعیلي ایثار راژوندی شوی؟
دا څوارلسمه هجري پېړۍ ده که د رسول صلی الله علیه وسلم د مبارک ژوندانه پېر؟
دا طالبان د یوویشتمې پېړۍ وګړي دي که د خیرالقرون؟
دا څه چې اورم دا رښتیا دي؟
دا به حقیقت ولري؟
که دغسې وي، نو لا هم داسې د تقوا، ایثار، صداقت او تعهد هستې او څېرې شته چې د تاریخ څرخ چپه ګرځوي، په څوارلسمه پېړۍ کې داسې قربانۍ ته تیارېږي چې د دې پېړۍ وګړو ته یې منل سخت وي!
ټولو طالب مشرانو عجیبې او غریبې افسانوي پېښې په خپل نامه د تاریخ په زرینو کرښو کې خوندي کړې. زه چې د درېواړه طالب مشرانو د ژوند په اړه لېوالتیا لرم، له ملګرو پوښتنې کوم، ورپسې لټېږم، د هر یوه په اړه داسې نادرې ناولده اورم چې ويښته مې څک ودرېږي!
داسې څه اورم چې د فساد پر زمانې يې بې باوره کړم. نه، په دې زمانه کې هم د پیغمبري دور څرکونه شته، د ابراهیم او اسماعیل لښکریان لا هم شته، دا مبارزه به رنګ راوړي، دا مبارزه به د بریا تر ساحله رسېږي. دا مبارزه نه ناکامېږي. دا مسیر نور شکست نه پېژني. دا ځکه چې کله د امیر او فقیر زوی دواړه قرباني شي، بیا نو د د دې صف د ماتېدو خبره خیال و محال و جنون دی.
دا قرباني په دې مبارزه کې اوله نه ده او اخره به هم نه وي. په دې مبارزه کې د مولوي صاحب جلال الدین حقاني څلور زامن قرباني شول، د استاد یاسر تنکی زوی شهید شو، ملا صاحب مرحوم له دارو درملو لرې مرګ ته ځان وسپاره خو معامله یې ونه کړه، منصور صاحب فشارونو ته تسلیم نه شو خو ځان یې قرباني کړ!
د دې مسیر دا تصویرونه دومره ډېر دي، چې یوازې د دوی الهام کافي دی چې وروستي نسلونه د دین او وطن لپاره له مبارزې په شا نه شي.
زموږ ویاړلیه تاریخه مبارک شه!
نن دې بل زرین باب ثبت کړ!

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button