د سنګین د ماشومانو غږ

شاعر: ملنګ یار

ته شه پرې موړ زموږ له غوښو کبابونه جوړ کړه

وینه مو خرڅه کړه پرې ځان ته بلډینګونه جوړ کړه

زموږ څرمنې درته وباسه په کار به درشي

خپلو بچیانو ته ترې رنګ رنګ پتلونونه جوړ کړه

مشره چې مشر د خپه نه شي تلوار د وکړه

زموږ د مرګ لپاره بیا نوي  پلانونه  جوړ کړه

هلمنده! وا موخله بدل پر غلیم غیږ تنګه کړه

بیا په سینه کې د غازیانو لښکرونه جوړ کړه

زه ملنګ یار درته دا سوال کړم د جهان مالکه

نور مو د اوښکو څخه لوی،لوی سیلابو نه جوړ کړه

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button