طالبان ټرمپ ته: افغانان مه اړ باسئ چې ستاسو له حریفانو مرسته واخلي!

طالبانو امریکا ته ګواښ کړی چې په هرډول وي تاسو به له افغانستانه باسو، ددوی په نظر، بهتره به دا وي چې د امریکا مالي او ځاني زیان، او د افغان ولس مظلومیت ته په کتلو نور دا وطن پریږدي او خپل پوځونه ور وغواړي.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ته پرانستي لیک کې طالبانو په ډاګه کړې چې افغان ولس هیڅکله غلامي نه مني، تاریخ یې په دې حقیقت شاهد بللی، او د بهرنیانو ضد ولسي مقاومت مشران یې طالبان بللي دي.

د دغه لیک په لړ کې طالبانو څرګند ګواښ کړی چې امریکایان دې افغان ولس دیته نه اړ کوي چې د خپلواکئ ترلاسه کولو لپاره د دوی حریفانو څخه مرستې ته لتس اوږد کړي.

طالبانو دغه لیک رسنیو ته لیږلی چې یوه کاپي یې عزم ته هم را رسیدلې ده، د لیک محتوا او اهمیت په کتلو غوره ګڼو چې کټ مټ یې لوستونکو ته په لاندې کرښو کې خپور کړو.

ـــــــــــــــــ

د امریکايي ولسمشر ډونالډ ټرمپ په نوم د اسلامی امارت پرانستی لیک

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته!

سلام علی من اتبع الهُدی!

ستاسو پوځ زموږ په هیواد افغانستان کې پوره ۱۶ کاله تیرکړل او د افغانستان د تسخیر لپاره یې خپل ټول وس وکاراوه، په داسې حال کي چې ستاسو د هیواد پخوانیو چارواکو په افغانستان د برید لپاره پراخه نړیواله ټلواله جوړه کړې وه بیا هم افغانستان کې ستاسو د ۱۶ کلن پوځي حضور پایله دا شوه چې نن افغانستان په امنیتي لحاظ تر ټولو نا امنه، په اداري لحاظ تر ټولو فاسد او په اقتصادي لحاظ تر ټولو نیستمن هیواد ګڼل کیږي.

د دې ټولو لامل دا دی چې دلته د بهرني اشغال په وسیله د افغان غیرتي ولس اراده محکومه شوې، د هیواد ځمکنۍ بشپړتیا یې سلب شوې او د واک چارې یې داسې چاته سپارل شوې چې هغه پردیو ته د مزدوري له امله د افغان ولس په منځ کې ترټولو ناوړه، بدمرغه او منفورې څیرې بلل کیږي.

ولسمشر ټرمپ!

ښايي په افغانستان کې همدا ستاسي لخوا ټاکل شوي لاسپوڅي تاسو ته د افغانستان وضعیت ګل ګلزار معرفي کړي او په خپلو تشریفاتي خطابو کې تاسو د افغانانو د ملاتړ په القابو ونازوي، خو ګورئ افغانان د سلیم عقل خاوندان دي هغوئ په افغانستان کې ستاسي د ۱۶ کلن شتون پر پایلو قضاوت کوي، نه ستاسي ترلاس لاندې د دروغجنو او فاسدو واکمنانو پر ادعائي شعارونو.

تاسو باید دا حقیقت درک کړئ چې دغو پردي پالو منفورو شخصیتونو ته نه ستاسي مصالح اهمیت لري او نه هم خپل ولس؛ بلکې یواځې دا ورته مهمه ده چې تنها دوئ پر واک مسلط او شخصي ګټې یې محفوظې وي. هغوئ د خپل نامشروع واک د بقاء لپاره یواځې ستاسي غلامي نه بلکې د هر اجنبي لوري ګوډاګیتوب ته لاس په نامه ولاړ دی او همدا اوس ستاسي له لوري په جوړ کړي حکومت کې هم ستاسي ترڅنګ له لسګونو نورو بهرنیو لوریو سره نامشروع اړیکې لري.

د امریکا ولسمشره!

ستاسي له لوري چې په تیرو ۱۶ کلونو کې د کوم حکومت د واکمنۍ لپاره په ملیاردونو ډالر ضایع شول، په زرګونو پوځیان مړه او په لسګونو زره نور ژوبل یا په عقلي ناروغیو اخته شول هغه حکومت د دې جوګه نه دی چې ولسمشر یې له مرستیال سره ګذاره وکړي، همدا اوس تاسو وینئ چې د ولسمشرۍ لومړی مرستیال په جنګي جرمونو تورن جګړه مار جنرال دوستم په بهر کې د اشرف غني په خلاف ائتلاف جوړوي، د هیواد په داخل کې یې والیان په مقابل کې راپورته شوي او پارلماني غړي یې له واکه د ګوښه کیدو غوښتنه کوي.

ولسمشر ټرمپ!

که تاسو لیږ تاریخي سوابق وګورئ افغانان په نړۍ کې ستاسي محسنین دي، هغوئ هم تاسي او هم ټوله نړۍ د خپلو قربانیو په مټ د کمونیزم له سره ښاماره خلاصه کړه ایا د افغان ځوانمرد اولس د تاریخي احسان په مقابل کې ستاسو چلند باید دا وي چې دغسي بي کفایته، فاسد، بي ضمیره او اختلاسګر چارواکي ورباندې مسلط کړئ؟

د سلیم عقل او سالم وجدان تقاضا خو دا ده چې زموږ د مظلوم ملت د تاریخي کارنامې او نړیوال احسان بدله باید له هغوئ سره په نیک انساني تعامل کولو ورکړل شي، نه دا چې هغوی لانور د اشغال او تپل شوې جګړې په اور کې وکړول شي، دیني او ملي ارزښتونه یې پایمال شي او د نړۍ فاسدترین چارواکي یې په برخلیک حاکمان شي.

د امریکا جمهور رئیس!

ستاسي د وخت چارواکو په یوه ناعاقبت اندیشانه تصمیم کې د افغانستان د اشغالولو پریکړه وکړه، افغانستان یې د داسې نامعقولو پلمو په وړاندې کولو سره اشغال کړ چې هغو په افغانانو پوري هیڅ تړوا نه درلود، افغانانو چې ستاسي د ځواکونو په مقابل کې پاڅون وکړ هغه یې له خپلې خاورې، خپلې عقیدې او خپل ولس څخه د دفاع مشروع مقاومت و ځکه یې ستاسي په مشرۍ د ۴۸ هیوادونو مجهز پوځونه له ځپلو او له منځه وړلو څخه ناتوانه شول.افغانان د امریکایانو په شمول د نړۍ هیڅ کوم ولس ته د ضرر رسولو بد نیت نه لري، خو چې د دوئ په حریم څوک تیری وکړي بیا یې د تیري کوونکو د ځپلو او ماتولو هنر ډیر ښه زده دی.

زموږ  د ولس دیني او ملي مقاومت  کومه نیابتي یا نامشروعه جګړه نه ده؛ بلکې له سوچه عقیدې او ملي انګیزې څخه سرچینه اخلي، ستاسو استخباراتي ادارې په دې اعتراف لري چې زموږ له مجاهدینو سره د نړۍ هیڅ هیواد مرسته نه کوي او نه یې هم په دې اړه کوم اسناد موندلي، زموږ  ملت له بیا بیا یرغلونو وروسته اوس له دې سره بلد دی چې څرنګه له خپلو دودیزو وسلو او امکاناتو په استفاده خو په لوړ عزم او ولوله د یرغلګرو په خلاف اوږدې جګړې وکړي او په پای کې یې له هیواده وتلو ته اړ کړي.

جمهور رئیس!

امریکايي ځوانان د دې لپاره نه دي پیداشوي چې د افغانستان په دښتو او غرونو کې د غلو  او مفسدو چارواکو د واکمنۍ ټینګولو لپاره ووژل شي او نه هم ښايي د هغوئ میندې او پلرونه په افغانستان کې د هغوئ په لاس د ولسي افغانانو په وژلو راضي وي؛ بلکې امریکايي ځوانان د امریکا هغه بشري سرمایه ده چې د هغوئ  ژوند ژغورنه  په سرکې ستاسي او بیا د ټولو امریکايي چارواکو تر ټولو ستر مکلفیت دی، البته دا به د امریکا د وخت د حاکمانو یوه تاریخي اشتباه وه چې امریکايي ځوانان یې د افغانانو وژلو ته را ولیږل، خو تاسو ته د امریکا د یوه مسئول ولسمشر په توګه دا په کار دي چې د خپلو سلفو له اشتباهاتو څخه په عبرت اخیستو سره نور په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د مرګ ژوبلې مخنیوی وکړئ. ستاسو جنرالان ستاسو د وژل شویو او معیوبینو عسکرو واقعي شمیرې پټوي، مګر افغانان په ډیره اساني کولای شي هغه تابوتونه وشمیري چې روزانه یې ستاسو په خوا درلیږي.

ولسمشر ترمپ!

مونږ پوهیږو چې تاسو هم تر یوه حده د خپلو اسلافو اشتباه درک کړې؛ نو ځکه مو په دې هیواد کې د راتلونکي ستراتیژۍ د تعین لپاره ژور فکر او پلټنې اړیني بللې، خو یو شمیر جنګ خوښي ګانګرس مینان  او په افغانستان کې ستاسي پوځي جنرالان تاسو ته په افغانستان کې د مزیدې ښکیلتیا مشورې درکوی ځکه هغوئ غواړي په افغانستان کې د جګړې په اوږد ولو سره خپل پوځي امتیازات ترلاسه کړي؛ خو تاسو باید له دې موضوع سره چې د ډیرو افغانانو او امریکایانو  برخلیک ورسره تړلی بشپړ مسؤلانه چلند وکړئ او لکه چې وایي(جنګ یو مهم سیاست دی چې باید یوازې د جنګیالیو خوښې ته پرې نه ښودل شي) تاسو هم باید د افغانستان موضوع یوازې د جنګ خوښو جنرالانو پریکړې ته پرې نه ږدئ؛ بلکې په دې اړه داسې پریکړې وکړئ چې راتلونکی تاریخ مو په سوله خوښي کردار وویاړي.

په افغانستان کې جنګي وضعیت تر هغه ډیر خراب دي چې تاسي یې تصور کوئ! تاسو خپله وینئ چې په یوه اونۍ کې مجاهدین څو ولسوالۍ د کابل د فاسد رژیم له ولکې باسې او ستاسي ترحمایې لاندي رژیم نه دومره وسلې اومرمۍ ترلاسه کوي چي تر ډیره پرې جنګېدای شی، په ډېره اساني سره د هیواد ټولې عمومي شاهراوي تر خپل واک لاندې راولي او که د ولسي خلګو د تلفاتو خبره نه وي نو ترخپلې محاصرې لاندې ډیر ولایتونه فتح کولای شي. دلته هر افغان ستاسو پوځیانو ته د اشغالګر او متجاوز په نظر ګوري حتی هغه افغان عسکر چې تاسو ورباندې ډيره سر مایه ګذاري کوئ  ډیر ځله ستاسو لخوا په لاس ورکړل شوی ټوپک ستاسو د پوځیانو سینې ته نیسي او ډزې پرې کوي. دلته هر افغان خپل اولاد ته له اشغلګرو څخه د خپل هیواد د آزادولو درس ورکوي. په داسې یوه هیواد کې چې ماشومان یې د انتقام اخیستنې په روحیه لوییږي او تر تاسو له مخه د دریو مغرورو امپراطوریو د  راچپه کولو تاریخي امتیاز لري تاسو ته به دلته څرنګه د سالمې بقاء شرائط میسر وي.

د امریکا جمهور رئیس!

اوس  هرڅوک په دې پوهیږي چې په افغانستان کې د جګړې اصلي عامل بهرنی اشغال دی، د بهرني اشغال له امله دلته د جګړې اور بل شوی او له دې جګړه ایزې فضا نه هرڅوک د ځان به نفع استفاده کوي. که دلته جګړه نه وای نو یو مسئول او مسلط حکومت کولای شوای د د ګډوډیو او خودسریو مخه ونیسي. تاسو ته د منځني ختیځ له تجریو څخه ثابته شوي چې د جګړو اور بلول د نړۍ د هیڅ اوسیدونکي په ګټه هم نه دي. تیرې تجربې را ښيي چې افغانستان ته د مزیدو ځواکونو رالیږل د امریکا له مزیدې پوځي او اقتصادي تباهۍ پرته بله هیڅ توجیه نه لري، نو ښه داده چې د اضافه ځواکونو را لیږلو په ځای د ټولو امریکايي پوځونو د ایستلو ستراتیژي غوره کړئ، یقینا چې دا استراتیژي به مو له يوې خوا د همدې امریکايي پوځیانو د نجات ستراتیژي وي او له بلې خوا به مو د پخوانیو امریکايي چارواکو د اشتباهاتو په جبیره کولو سره د هغوئ جنګي میراث ته د پای ټکی ایښودل وي.

وروستۍ خبره د امریکا ولس مشره!

د افغانستان ولسي مقاومت چي اوس یې اسلامي امارت رهبري کوي دا په ټوله سیمه کي یو منظم  او بامسئولیته ملي، سیاسي او نظامي ځواک دی چي دلته یې د ډیرو داسي فتنو مخه نیولې چي که د اسلامي امارت مسؤلانه پالیسي او منظم خوځښت نه وي نو داسي ګډوډي به  سر راپورته کړي چي د لمبو تاو به یې ګاونډیانو، سیمي او حتی ټولي نړۍ ته  ورسیږي. که څوک په حقیقت پوه شي نو اسلامي امارت به واقعا د افغانستان، سیمي او نړۍ لپاره رحمت وبولي ځکه اسلامي امارت چاته د ضرر اراده  او پالیسي نه لري او نه هم نورو ته اجازه ورکوي چي د افغانستان خاوره د چا په ضرر استعمال کړي، دا به ستاسو لویه اشتباه  وي چي افغان مسلمان ولس چي تر اوسه په خپلو ناچیزه وسایلو ستاسو مقابله کوي دې ته مجبور کړئ چي د خپل هیواد د ازادي او ستاسو له مظالمو څخه د خلاصون په خاطر ستاسي حریفانو ته لاس ور اوږد کړي.

نو ښه به داوي چي تاسو د امریکا د یوه مسئول جمهور ریس په توګه واقعیتونه درک کړئ او د حقائقو په مبنی پریکړه وکړئ او دا حقیقت د زړه په غوږونو واورئ چي د افغانستان جنګ مو د امریکا او ناټو په روزل شویو ځواکونو، پرمخ تللې ټیکنالوژي، نظامی تجربه شویو جنرالانو، یو په بل پسي ستراتیژیو او قوي اقتصاد ونه ګاټه نو د کرایې په اجرتي قاتلانو، بدنامو قراردادي کمپنیو او بې ضمیره غلامانو یې هم نشئ ګټلای.

د افغانستان اسلامی امارت

۱۴۳۸/۱۱/۲۳هـ ق

۱۳۹۶/۵/۲۴هـ ش

ــ 2017/8/15 م

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button