مارچ تېر شو، سوله لا هم د مرغۍ پۍ دي!

لیکوال او شــناند: نظرمحمد مطمئن

په تېر سپټمبر کې واک ته د غني له رسېدو وروسته د ډسمبر پر شپاړسمه پېښور کې پاکستاني طالبانو پر یوه ښوونځي یرغل وکړ. دلته په کابل ګردو ګومان وکړ چې د پاکستان سیاست بدل شو او سوله راغله؛ البته د دوی په باور یوازې پاکستان کولای شي افغانستان ته سوله راوړي. د مارچ میاشت تیره شوه، د ولسمشر د کار له پېله دادي نږدې ۶ میاشتي تیري شوې، د سولې اړوند ژمنې چې ولسمشر او شکیلو هیوادونو او خواوو کړي وي، يوه يې هم پوره نه شوه.

پاکستان پر طالبانو کم‌ساری فشار راوړ!

پاکستان خپل ټول فشار پر طالبانو وکاروه، دومره فشار چې په تیرو ۱۳ کلونو کې يې ساری کم لیدل شوی و، البته سیاسي فشار، تر دې چې پاکستان طالب مشرانو ته پنځه ورځې مهلت ورکړی و چې حتماً باید له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته کښینې او که چمتو نه شي له« بدو عواقبو» سره به مخ شي!

نږدې درې اوونۍ مخکې د طالبانو رهبري شورا بیا هم ناسته درلوده او په مطلق اکثریت يې پریکړه وکړه چې د پاکستان له خوا هر ډول فشارونه به زغمي، خو د پاکستان دغه خبره به په هیڅ ډول ونه مني چې د فشار په نتیجه کې له افغان حکومت سره  د سولې خبرو ته کښیني.

د طالبانو رهبري شورا دا پریکړه هم کړې چې د افغانستان اړوند مسایلو کې به د خپلواکۍ په ساتلو سره «هیچاته» اجازه ورنه کړي چې د سیاسي، روحي، زور او نظامي فشار له امله د هغوئ غوښتنو ته تسلیم شي، بلکې هر ډول د افغانستان مسایلو اړوند پریکړه به په خپله خوښه او په خپلواکه ډول کوي.

دا خبره هم ډېره اړینه ده چې ډېری طالب مشران اوس د افغانستان او پاکستان په سرحدي سیمو کې خوندي ځایونه لري او دا ډول د افغانستان په داخل کې هم پراخې سیمې تر خپلې ولکې لاندې لري چې کولای شي په کې له حکومتي ګواښونو لرې خوندی ژوند وکړي. اوسنیو حالاتو ته په کتو سره پاکستان هغه توان او متره نه لري چې پر طالبانو فشار راوړي او په پایله کې يې ګډ حکومت سره ناستې ته اړباسي. تېرو دیارلسو کلونو دا فرضیه څو څو ځلې غلطه ثابته کړه. د پخواني ولسمشر حامد کرزي په واکمنۍ کې هم کله چې به د دواړو هېوادونو ترمنځ سفرونه زیات شول، دا فرضیه به بیا مطرح وه چې که پاکستان طالبان د سولې خبرو ته اړباسي؛ خو دا فرضیه چې دومره غلطه ثابته شوه، نور ښايي باور پرې ونه شي.

غني باید دغسې کړي وای!

ولسمشر غني د امریکا کانګرس ته په خبرو کې دومره مخکې ولاړ چې ممکن  شل کلونه وروسته هم موږ افغانان همدغه ځای ونه رسيږو، او ممکن شل کاله وروسته هم همدغه ډول يو حالت امریکایان په افغانستان کې ونه ويني.

داهم د یادونې ده که چیرته د امریکا کانګرس کې د ګډ حکومت اجرائیه رئیس ته د خبرو زمینه برابره شوې وای، ممکن هغه له غني څخه هم د امریکا عسکرو په ستاینو او صفتونو کې مخکې تللی وای.

کله چې تره کی د کودتا له لاري واک ته ورسيد، هغه به روسانو ته ویل چې موږ تر پولنډ، هنګري او چکسولواکیا دوه مرحلې مخکې یو، هغوئ په ۷۰ کلونو کې ونه توانیدل چې کمونسټې قوانین په خلکو عملي کړي موږ يې عملي کول له پېله شروع کړل. لومړی مو د ځمکې د وېش اصلاحات دادی په خلکو عملي کړل.

د ولسمشر اشرف غني ټولې خبرې  امریکايې سیاستوالو او چارواکو ته  سمې او په ځای خبرې وي، همداسي باید غني کړي وای، د غني خبري تر ډیره تشریفاتي وي، بې نظیره تشریفات او مننه، ولي امریکایان عادي خلک نه دي، هغه انتظار دي چې د ګډ حکومت د مشرانو له خوا دغه خوږې او تشويقي خبري په عمل کې وويني.

امریکایان د ده په خبرو له دي امله هم راضي ښکاري چې اوس به هغوئ خپل ملت ته جواب ولري چې په افغانستان کې داسي حکومت راغلي چې د امریکایانو صفت کوی، د امريکايي سرتیرو وژنه او د هغوئ زخمې کېدل دا ډول د امریکايي ملت ټکسونه بې ځایه نه دي تللي.

ولسمشر غني وکولای شول چې  امریکا ته په خپل سفر سره د راتلونکو دوو کلونو له پاره خپل واک د امریکا د ملاتړ له امله ګرنټي کړي. ولي په کور دننه او ارګ کې دننه مخالفتونه ورته لاهم غټ ګواښ دی،   پخوا فکر کیدي چې ګډ حکومت به ډیر ژر د خپلمنځې اختلافونو له امله ړنګ شي.

ستونزه چا سره ده؟

ولسمشر غني وویل چې زموږ  ستونزه له پاکستان او په دوېم قدم کې له طالب سره ده، معلومیږي چې غني غواړي له پاکستان سره هغه مهمه ستونزه چې د ډیورنډ يوطرفه کول دي، همدې ته يې اشاره او په دي به خبرو ته تیار وي.

دا ډول غني غواړي چې پاکستان سره تر اخر حده پورې مخکې ولاړ شي، تر څو پاکستان مخامخ دیوال ته ودروي چې یا خو ورسره لاره یوسي او یا خو ومني چې رښتونی نه دی، نو په دواړو حالتونو کې به غني د امریکا او نړیوالې ټولنې توجه ځانته جلب کړي.

که چیرته پاکستان او افغان حکومت توافق ته ورسيږي، بیا به پاکستان طالبانو ته ووايې چې نور په پاکستان کې د دوی له پاره د اوسیدو توان او توافق نه لري، هڅه به وکړې چې طالبان له ګډ حکومت سره خبرو ته تشویق کړي.

د پاکستان اړوند تګلاره باندي امریکا ډیر زیات تاثیر لري، امریکا انتظار کوي چې د ګډ حکومت مشران عمل کې څه وکړي، ځکه هغوئ خپل ستراتیژیک ملګري پاکستان په هیڅ ډول له لاسه نه ورکوي.

امريکا پاکستان ته په سېمه کې د يو نفوذي هیواد په توګه قایل دی، دا ډول سعودي عربستان هم په سېمه کې د پاکستان نفوذ غواړي، نو په دغسي حالت کې به غني ته مشکله وي چې پر پاکستان خپلې غوښتنې ومني.

پاکستان خپلې موخې ترلاسه کړې

پاکستان به په امریکا کې د غني په ځینو خبرو ناخوښ وي، او پاکستان له غني سره د سولې پروسې تر نوم لاندي فکر کوم خپل ځني مهم اهداف ترلاسه کړل:

۱-دا چې طالبانو د کورنۍ جګړې د مخنیوي له پاره د امریکا او بین الافغاني تفاهم او مذاکراتو له پاره تګلاره جوړه کړي وه، هغوئ غوښتل چې د افغانستان جګړه پای ومومي، اوس چې پاکستان دعوه کوي چې طالبان به دوی خبرو ته کينوی، فکر کیږي طالبان به نور د خبرو میز ته کښې نه ني، ځکه اوس که طالبان په خپله خوښه هم بین الافغاني تفاهم غواړي، خو عام ولس او نړيوال به وايې چې پاکستان دا کار وکړ، او دا خبره به هم کیږي چې طالبان په رښیتا د پاکستان لاسپوڅې دي؛

دوېم: هغه اعتماد او باور چې د کرزي د حکومت پر مهال له هند سره جوړ شوې ؤ، هغه هم د غني د سولې د پروسي له امله زیانمن شو، بیا به هند پر افغان او ځانګړې ډول پښتنو مشرانو باور ونه کړي؛

درېم: د منځنۍ آسیا او ځینو نورو هیوادونو اسلامپال وسلوال چې په وزیرستان او د پاکستان سرحدونو کې میشت ؤ هغوئ د ګډ حکومت او پاکستان د سولې مذاکراتو او تګ راتګ په مهال افغانستان ته را واوښتل.

پرته له شکه چې پر یمن د سعودي او متحدینو حمله يې د افغانستان په ګټه ده، پاکستان به اوس د سعودي خوا نیسي، ایران او امریکا به پر پاکستان بې باوره کيږي. دا ډول دا هم ممکن ده چې پاکستان له سعودي سره په دغه یاده جګړه کې په رښتوني او قوي ډول ونه دريږي. بیا به د سعودي اعتبار هم پري کم شي، او که د زړه له کومي ورسره ودريږي نو د امریکا او ایران سره به ستونزه پيداکړي.

دا چې په عراق کې د امریکایې پوځیانو له وتلو وروسته حالت ډیر خراب شو، يو عامل داهم کیدای شي چې امریکا له افغانستان څخه د خپلو پوځیانو په ایستلو کې زړه نازړه دی.

بل لورته ته په اوکراین او سوریه کې د امریکا او روسيې ستونزه ده، له همدې امله به هم امریکا غواړي چې په افغانستان کې خپل پوځیان وساتي.

د ایران او امریکا د اټومې وسلو پر سر خبرو هم دادی مشروط نتیجه ورکړه، بل لورته سعودی هم د اټومې وسلو جوړولو خبرداري ورکړي

پورته خبرو ته په نظر کې نیولو سره سړی ویلای شي چې په افغانستان کې به جنګ روان وي، سوله نه کيږي، دوه کلونه چې تر کومه اوباما په واک کې وي، ارګ به د غني له پاره خوندي ځای وي، د اردو او پولیسو معاش او مصارف به په نورمال ډول تر دوو کلونو د غني حکومت ته ورکول کيږي، د ولایتونو مرکزونه ممکن سقوط ونه کړي.

د دانګام جګړه يو ښه مثال دی، افغان امنيتي ځواکونو ونه شوای کولای چې طالبان له دانګام څخه په شا کړي، کله چې د امریکا هوايي ځواک کومک ورته ورسيدي، طالبان يې په شا کړل.

د پاکستان او ګډ حکومت سره د امریکا تګلاره لاهم سوال دی؟

اوس اوس داخبري کيږ ي چې د آی ایس آی او پاکستاني پوځ تر منځ د افغانستان پر مسئله د نظر اختلاف شتون لري، په لاهور کې د عیسویانو پر کلیسا برید، او ممکن همداسي نور بریدونه هم وشي، نښې نښاني داسي دي چې ممکن پاکستان له غني سره تر پایه د پوځ ژمنه شوې خبرو او تګلاري ته وفاداره پاتې نه شي.

کرزي هم ورته کار وکړ، همدا هیله يې وه چې امریکا به له پاکستان سره خبره سمه او خلاصه کړي، خو چې ونه شو، بیا نو کرزي د امریکا خلاف هم خبرې پېل کړي.

اشرف غني د  کرزي په ډول نه دی، کومې وعدې چې راحیل شریف او آی اس ای ورسره کړي، په  راولپنډۍ کې يې  دوه په دوه خبري  وکړي، که پاکستان پر خپلو ژمنو ودریدی، غني ورته له ډیرو شیانو تیریږي، ډیورنډ او هندوستان هم ورته مهم نه دي.

تازه معلومات ښيي چې پاکستان غني ته وړاندیز کړي چې د افغانستان په هره قول اردو کې پاکستانې جنرالانو ته د پاکستان – افغانستان ګډو عملیاتود تنظیم او انسجام له پاره ځاي ورکول شي، داسي معلومیږې چې پاکستان د دې له پاره خپل شرایط درنوي چې نور غواړې د سولې په نوم له پروسې وتلو له پاره بهانې او غوښتنې غټې کړي. چې افغانستان به بیا دغه ډول غوښتنې نه مني، او پاکستان به ووایې چې تاسي زموږ غوښتنې نه منئ نو موږ هم طالبان نه شو کینولای.

تر اوسه لاهم پاکستان ولسمشر غني ته وعده ورکوي چې طالبانو به خبرو ته کینوي، مګر وخت ته اړتیا شته.

غني امریکا ته وایې بي له تاسو افغانستان نه کيږي، که پاکستان خپلې پخواني پالیسي ته دوام ورکوي، غنی ورسره ټکر کوي، دی مطمئن دی چې تر ۲ کلونو ارګ څوک ورنه نه شي نیولي امریکا مطمئن کړی.

که پاکستان پوه شي چې امریکا لوبه کې ګډ شو، لوبه يو ډول او که افغانان وي بل ډول لوبه کوي.

سوله مشکل ده، تریخ واقعیت دی، د کال، دوو  خبره  نه ده، دلته به جګړه روانه وي.

که د ګډ حکومت مشران وتوانیږې چې په دولتي نظام کې اصلاحات راولي، ممکن امریکا د سولې پروګرام ته زړه ښه کړي، بیا به له طالب او پاکستان څخه هم غوښتنه وکړي چې له افغانستان څخه عراق مه جوړوئ.

که ګډ حکومت ونه شي کولای چې مثبت بدلون راولي بیا به همدې حکومت ته امریکا وایې چې تاسي او طالب خپل منځ کې ښه سره پوهیږئ، موږ مداخله نه کوو. لکه د کرزي د حکومت پر مهال چې يې ویل.

ډیری شنونکي په دي نظر دي چې غني به ونه شي کولای چې له امریکا سره کړي وعدي پرځای او هغه خبرې چې يې کړي هغوئ ته به د عمل جامه ور واغوندي.

همدا اوس د ټاکنو د اصلاحاتو کمېسیون د مشرې شکريې بارکزۍ او د دغه کمیسون د غړو پر سر د غني او عبدالله جنجال دی.

دا ډول له سعودي عربستان څخه د غني د ملاتړ اعلان او د عبدالله مخالفت هغه څه دي چې د نظر اختلاف او خپلمنځي ستونزه د ارګ دننه شتون لري.

د ترکي او امین کمونسټ پلوه حکومتونو د اختلافاتو پر مهال هم روسان په افغانستان کي ؤ، خو هغوئ کامیاب نه شول چې د دوی خپلمنځي اختلافات ختم کړي، اوس هم امریکا ممکن د ګډ حکومت خپلمنځي اختلافات له منځه یوړلای نه شي. دا احتمال هم ډېر لرې نه شو ګڼلای چې امریکا به خپله هم نه غواړي د ګډ حکومت د دواړو مشرانو ترمنځ لانجه راکمه کړي.

نږدې ۶ میاشتي کيږي، حکومت په ټپه ولاړ دي، هیڅ نشته،  د نویو ټاکل شوې والیانو غوغا واوریدل شوه چې په ولایتونو کې د خپلمنځې اختلافاتو او په حکومت کې د دخالت له امله کار نه شي کولای.

دګډ حکومت مشرانو  هر هغه څه چې امریکایان پري  خوشالېدل، دوی یو ګام مخکې تلل لکه خلقیانو او پرچمیانو چې د روسانو د خوشالي له پاره ورته کارونه کړي وو.

په سیاسي لحاظ د غني او عبدالله سفر لاسته راوړنه درلودله، دا چې دا ټولې امنيتي، سمه ییزې او نړيوالي ستونزې وجود لري ، دا جګړه يواځي زموږ نه ده، نړۍ او سېمې ته ګواښ دی. داخبري يې د دي له پاره وي چې د امریکا او نړيوالو ملاتړ ترلاسه کړي.

پای بیا هم جګړه…

ولسمشر غني دواړه لاري په بشپړ ډول سره کاروي،  جنګ  او  د ده له نظره د سولې عملي هڅې.

د پاکستان په اړه يې شکونه او هیلې ښودلي، وایي يا به دواړه لامبو وهو او یا به دواړه غرقېږو.

خلاصه دا چې هیواد به په جګړه کې پاتې وي، جګړه به د هیواد شمال لورته غزول کيږي، د سولې تش په نامه هڅې به همداسي دوام لري، او خبره به وچ زور ته دریږي، وخت به وښيي چې کوم لوری وړونکي کيږي، امریکا به د اوسني حکومت ملاتړ کوي، او روسان ممکن په غیر مستقیم ډول په درېم لاس د طالبانو د دریځ او موقف نه ملاتړ په سیمه ییز ډول وکړي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button