خوب د اسلام او طب له نظره

دبدن د ښه فعاليت لپاره ځيني ځانګړي هورمونونه شته، دا هورمونونه مو بدن په ځانګړو وختونو کې زيات توليدوي.

دکورتيزول هورمون(Cortisol H) چې د سهار وخت کي زياتيږي او د شپي لس بجې خپل ټيټترين حد ته رسيږي.

د لويوالي هورمون( GH) په وينه ترټولو ډير دشپي د لسو بجونه تردريو بجو پوري زياتيږي.

اوس دخپل ستر پيغمبر (ص) د خوب وختونه بيانوو

هغه مبارک به دشپې وختي ويده کيد.

د تهجد لمانځه لپاره به پاڅېده.

او وروسته له لمانځه به نه ويده کيده.

دا وخت دشپې له لسو او دري بجو سره برابر دي.

په دي وخت کې ترټولو زيات هورمونونه ترشح کيږي.

که پدې وختونو کې ويده نشو د هورمونونو نظم خرابيږي.

هغه مبارک (ص) به د ماسپښين لمانځه وروسته يو دوه ساعتو خوب کوه، ځکه دا دراحت خوب او دخوب داعتدال لپاره ديرښه وخت دي.

د مازديګر او ماښام وختونو کې به نه ويده کېده،

ځکه د ورځي له دري او شپږ بجو تر مابينځ دزړه ضربان او دويني فشار ډير لوړيږي،پدې وخت کي ويده کيدل هيڅ مناسب نه دي.

ځکه دزړه دضربان او ويني لوړ فشار په وختونو کې بی حرکته پاتي کيدل، په اینده کې دزړه دمنظم ضربان او وينې فشار په اړه له ستونزې رابرسيره کيدي شي.

که وګورو نو زموږ ستر پيغمبر (ص) او دنياوالو ته راليږل شوي رحمت پدی برخه کي هم موږ ته لارښود دي .

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button