یقینا! همدا یې زمانه ده

لیکوال: صفي الله “رائد”
د زمانې روان حالات لکه دمني ډارونکي بادونه ډېر بې خونده او بې وخته اوړي، راوړي او بدلېږي. ځینې خلک بیا لکه مرغان د هوا بدلون سره سم بدلېږي. څوک روحا، جسما او څوک بیا بیخي ذهناً بدل شي. دچا همت، غیرت او شهامت کمزوری او څوک بیا بیخي ایماني بدلون ومومي.
څوک بیا دومره بدل شي چې ان له اسلام او قرآني ایتونو څخه منکرین وګرځي.

هو! څوک له جهاد، څوک له زکات څخه انکار وکړي. هو! داسې خلک هم شته چې روڼ سحر کې ویده،خو سپین سپېڅلی لمر نه ویني، ستورو ته کیسې خو سپينه سپوږمۍ نه ویني. هو! د غفلت خوبو یې دومره سترګې پټې کړي چې د ستورو له ځلا او د سپوږمۍ له ښکلا څخه منکر څه چې، دلمر دا دومره لویه رڼا هم نه ویني.

په رښتیا چې په جهاد رد د یو سپین سپېڅلي لمر په وړانګو رد ده.
له جهاد نه انکار خو د لمر له رڼا انکار ده!
او بیا سپېڅلی استشهاد نه منل خو، د سپینې سپوږمۍ رڼا او ښکلا نه منل دي چې ماشوم یې هم لا درک کولای او منلی شي، خو در اصل دا په حقیقت سترګې پټول دي.

چا راته د یو مشهور عالم دخولې کیسه کوله: چې یوه ورځ یې درس ته ناست وم او په ښکاره به یې استشهادي مجاهدینو ته د لیونيو جمله کاروله، او ویل به یې چې اوس کله جهاد شـــته؟!
طالبان لیوني دي چې له ټرمپ سره ډغرې وهي. دومره ستر ځواک سره ډغرې وهي.
هو! د نړۍ پرمخ دا یواځینی عالم ندی چې د جهاد څخه انکار کوي؛ بلکې ده ته ورته نور ډېری په نوم علماء هم شته چې د سیاف او مجددي په نقشِ قدم یې، قدم ایښی او د جهاد د نه شتون فتوای وې صادروي.
هو! دوی دمادیاتو په بدل د الهي کتاب تحریف ته هم تیار دي، خو داچې هغه معجز کتاب دی؛ نو دوی بېچارګان! هم ترې عاجز دي.
کله چې مې داسې خبرې واورېدې هک حیران او په فکرونو کې ډوب شوم. دخپل شیخ صاحب مبارک هغه درس مې غوږونو کې کړنګاهار جوړ کړ او سترګو ته مې د ابوداود شریف (بابٌ في دَوَامِ الْجِهَادِ) ودرېد.
له زیاته خفګانه تر ډېره وخته د رسول الله دغه حدیث په فکرونو کې ډوب کړی وم او بار بار به مې له ځان سره اړاوه راړاوه.
یاد حدیث چې دجهاد او د آخرې زمانې د ځینې علماوو چې له جهاد څخه به انکار کوي، صحابه کرامو ته پکې کیسه بیان شوې، رسول الله “صل الله علیه وسلم ” فرمایي:

((لاَ تَزَالُ طَائِفَةٌ مِنْ أُمَّتِي يُقَاتِلُونَ عَلَى الْحَقِّ ظَاهِرِينَ عَلَى مَنْ نَاوَأَهُمْ حَتَّى يُقَاتِلَ آخِرُهُمُ الْمَسِيحَ الدَّجَّالَ)).

ژباړه: همیشه به زما په امت کې یوه ډله وي، په حق( دحق په دفاع کې) به جنګیږي، دوی به غالبه وي په هغو باندې څوک چې ورسره دوښمني کوي،تر څو چې اخرینی ددې امت وجنګیږي له مسیح الدجال سره.

شیخ صاحب ویل: قاضي عیاض خپل کتاب (شفا) کې دې حدیث سره داتوکړه هم راوړې چې:
قال رسول الله -صلى الله عليه وسلم-: ((لا يزال الجهاد حلوا خضرا ما قطر القطر من السماء وسيأتي علي الناس زمان يقول فيه قراء منهم: ليس هذا بزمان جهاد فمن أدرك ذلك الزمان فنعم زمان الجهاد ، قالوا يا رسول الله أو أحد يقول ذلك ؟؟ قال : نعم من لعنه الله والملائكة والناس أجمعون)

ژباړه: همیشه به وي جهاد، خوږ او تراوتازه ترڅو پورې چې راڅاڅې یوڅاڅکی له اسمان نه، زرده چې رابه شي په خلکو باندې داسې یوه زمانه چې وایي به علماء ددوی: دا زمانه دجهاد نه ده!
پس چا چې وموندله دغه زمانه، پس همدا ډېره ښه زمانه دجهاد ده.
صحابه و وویل: اې دالله رسوله! ایا یو کس به داخبره کوي؟!
رسول الله (ص) وویل: هو! دابه هغه کس وي چې لعنت کړی پرې الله، ملائکه او ټولو خلکو.

شیخ صاحب د یاد حدیث تر تشریح وروسته وویل: یقینا! نن سبا هماغه زمانه راغلې چې اهل قراء( علماء) یې لګیادي وایي: نن سبا جهاد نشته!
خو! له دې حدیث څخه رامعلومیږي چې: یقینا! همدا یې ډېره ښـــه زمانه ده. هو! همدا یې زمانه ده.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button