د څاروي صدقه! جالبه قصه

:یو سـړي د څـــــارویو میله کی پسه واخيست، کـــلـه، چې کور ته راورسېد، غوښـــتل یی له موټـــــر یی راکوز کــــړي، له موټر څخه د راکوزېـــــدو پر مـــهـال پسه مــنډه کـــړه او وتښتېد.
سړی ورپسې منډه کړه تر څو یې را ونيسي، خو ناڅاپه پسه یو کور ته دننه شو !!
دا کور دیتیمانو وو!!
د یتیمانو مور به هره ورځ په دروازه کې انتظار کاوه چې ځوک به ورته دروازه کې طعام او صدقه پریږدي…
دغه کار به هره ورځ ددوی ګاونډیانو کاوه…
کله چی پسه د یتیمانو کور ته دننه شو دیتیمانو مورله کوره را ووتله ګوري چې ددوی ګاونډي ابوبکر ستړی اوساه نیولی دروازی سره ولاړ دی …!!
دیتیمانو مور ورته وویل چی الله دې درنه صدقه قبوله کړي ابوبکره…!!
مېرمن ګومان کاوه چی ده دا پسه صدقه کړی دی…!!!
نو ابوبکر ورته وویل : الله دی قبول کړي
او ورته یې وویل چی ای خورې بښنه کوه ستاسی حق کې مو ډیر تقصیر کړی …!
سړي قبلی ته مخ کړ او لاسونه یې پورته کړل او ویل یې: ای الله ته یې پخپل دربار کې قبول او منظور کړې …
په سبا ورځ د سهار مونځ نه روسته ابو بکر د کور نه د بيا د حيواناتو د پلورنځی په لور روان شو ترڅو بل پسه واخلي یو موټر یې د پسونو څخه ډک ولیدو او ورغی او د پروني نه یی ډیر چاغ او څورب پسه يې واخیست.
ابو بکر ورنه د قیمت پوښتنه وکړه …
خرڅوونکی ورته وویل چې دا مفت دی ….
او ددې سبب دا دی چی سږکال الله تعالی ماته ډیر زیات څاروي راکړل ..
اوما نذر منلی ‌ًو چی که چیری د میږو رمه می زیاته شوه نو اول اخیستونکی ته به څاروی مفت ورکوم …
نو دا ستا نصیب دی ..او په دې توګه الله تعالی د خپلې کړې وعدې پر اساس صدقه کوونکی شخص ته له هغه څخه غوره او نعم البدل په نصيب کړ.
مسلمانه روره !! دا ټول د صدقی اثر وو او ته څه پوهیږی چی صدقه کی څومره اثر او طاقت دی.
مسلمانه وروره صدقه کوه ځکه چی کفن جېبونه نه لری

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button