دامریکا ولسمشر په خواړو کښې احتیاط کولو ته هیڅ پام نه کوي .

ونالډ ټرمپ د امریکا زیات عمر لرونکی ولسمشر دی خو له زیات عمر سره سره هغه   په خوراک او څښاک کښې هیڅ ډول احتیاط نه کوی دغه راز هیڅ ورزش نه کوی .

یو(۱) راپور وایی که چیرې ځوانان هم  دامریکا د ولسمشر د ډوډۍ خوړل ووینی نو بیخی  به حیرانه شی .

دامریکا ولسمشر چاکلیټ ، چیپس ، اورته  شوی غوښه ، او د ډایټ کوک په شان شیان زیات او په پرله پسې ډول استعمالوی .

دامریکا ولسمشر ټرمپ بره ذکر شوی شیان د ولسمشرۍ دانتخاباتو دکمپاین په وخت نور هم زیات خوړلی وو .

ویل کیږې چې دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ شراب نه څښی او د شپې ډیر کم ویده کیږی او میوه او وچه میوه کله کله خوری خو له اورته  شوی غوښې سره یوځاې  سلاد استعمالوی او هغه چیپس هم ډیر خوښوی او دغه راز  هغه د ونیلا فلیورډ کیبلرډ وینا فنګر چیپس ډیر خوښوی او او دغه دواړه شیان دهغه په الوتکې کښې اکثره وی .

دامریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نږدې ملګرو په وینا هغه په خواړو کښې احتیاط کولو ته هیڅ پام نه کوی او هغه پوهیږی  چې د هغه ډی این ای ځانګړی ډول لری چې له کبله یې دده (ټرمپ ) صحت او روغتیا ته هیڅ خطر نشته او هغه هر شی خوړلی او څښلی شی .

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button