ننګرهار: دولتي کمانډویانو چاپه کې ملکيان او دولتي موظفین ووژل

د ننګرهار د مرکز جلال اباد ښار ځينې اوسېدونکي وايي، د افغان ځانګړو ځواکونو عملياتو کې درې ملکي وګړي وژل شوي دي.

د پېښې يوه عيني شاهد او د سيمې يوه اوسېدونکي د نوم نه خپرولو په شرط، رسنیو ته وويل چې افغان ځواکونو غوښتل چې په جلال اباد ښار په يوه کور عمليات وکړي، خو اصلي کور ترې غلط شوى او په بل کور يې چاپه وهلې ده.

د هغه په وينا، د دې عملياتو پرمهال په يوه کور را ټولو شويو کسانو باندې هغوى ډزي کړي، چې له امله يې د ننګرهار د ګمرک يو کارکوونکى، د مخکيني ولسمشر حامد کرزي يو موترچلوونکى او يو بل دولتي کس وژل شوي دي.

خو ده ونه ويل چې ټول وژل شوي کسان مېلمانه دي که نه د کور کوم غړى هم په کې شامل دى.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي بيا رسنیو ته وويل چې دغه عمليات تېره شپه د (٠٢) افغان ځانګړو ځواکونو قطعې د بيز اکمالاتي سيمه کې په يوه کور کړي دي.

ده زياته کړه، په دې عملياتو کې مرګ ژوبله شوې، خو د جزئياتو په اړه يې معلومات نه لري.

د ګمرک رييس الهام الدين مظفر پخپل وار رسنیو ته وويل چې تېره شپه نهه بجې د بيز اکمالاتي په ساحه کې د بهرنيو ځواکونو له خوا درې تنه وژل شوي، چې يو په کې د ګمرک رياست د سکرتريت د شعبې کمپيوټرکار و.

دى زياتوي: “نوموړى ځوان کدر و او د خراسان لوړو زده کړو په پوهنتون کې يې د اقتصاد پوهنځي کې زده کړې کولې.”

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button