غزل – مدثر همراز

په ماذيګر کي تور لوګې پورته کيږي
له بلي نه دي له زړګې پورته کيږي

په ګدر خدايه د مرميو بارا ن
پيغله شهيده شوه منګې پورته کيږي

دلته سيواد ګوره د نشت په حساب
بس د قلم په ځاي لرګې پورته کيږي

بره چوکي ده د نا اهلو په لاس
اهل په ځاي کيني بنګې پورته کيږي

اخلاص يوه خبره پاتي نده
مخ ته چل ول ځي دورنګې پورته کيږي

عاجزي ښه ده که مني همرازه!
کبر دي ورکشي ملنګې پورته کيږي

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button