هره شپه له ویده کېدلو څخه مخکې له ځانه لس پوښتنې وکړئ

ژباړه: عطا محمد میاخېل

کارل سنډ برګ ( Carl Sandburg ) وایي: هر انسان باید یو ساعت یوازې کېني او له ځانه دا پوښتنې وکړي: زه څوک یم، چېرته یم او ټاکل شوې چېرته لاړ شم؟ په دې مقاله کې لس هغو پوښتنو ته اشاره شوې ده، چې کولای شئ، هره ورځ یې له ځانه وپوښتئ، ترڅو وپوهېږئ، چې د دې ژوند په کوم ځای کې یاستئ. دې پوښتنو ته ځواب ورکول، ستاسو له پاره په ژوند کې ټاکل شویو موخو ته د رسېدو له پاره، روښانه تګلوری انځور وي او که چېرې په نا سمه لاره تللي یاست، مخکې تر دې چې ځنډ شي، کولای شئ اصلي تګلوري ته را وګرځئ. له ځانه د دې پوښتنو د پوښتلو له پاره، تر ټولو غوره وخت، د ورځې پای او مخکې له ویده کېدلو څخه دی.

۱ ـــ آیا نننۍ کړنه مې د پرون په پرتله ښه وه؟

که چېرې داسې احساس کوئ، چې نننۍ کړنه مو د پرون په پرتله لږ ښه ده، کولای شو، ووایو چې تاسو د پرمختګ په لور ګام پورته کوئ. د دې پرځای، چې ځان له نورو سره پرتله کړئ، د کینې او نا هیلۍ په لومه کې را ګیر شئ، یوازې بسنه کوي، چې هڅه وکړئ نننۍ کړنه مو د پرون په پرتله لږ ښه وي.

۲ ـــ آیا خپله جوړ شوی شخصیت لرم؟

بیلي ګراهام ( Billy Graham ) وایي: کله چې خپله شتمني مو له لاسه ورکړه، کوم څه مو له لاسه نه دي ورکړي، کله چې خپله روغتیا له لاسه ورکړئ، نو د خپل ژوند یوه برخه مو له لاسه ورکړه؛ خو کله چې خپل شخصیت له لاسه ورکړئ، په حقیقت کې هر څه مو له لاسه ورکړي دي.

ستاسو شخصیت، ستاسو پېژندګلوي ده؛ نو هغه د باور، تواضع، زغم او رښتینولۍ پر بنسټ جوړ کړئ، ستاسو شخصیت په یوه ورځ کې نه جوړېږي، بلکې په تدریج سره ورځني فعالیتونه یې را منځته کوي. خپل کارونه په سمه توګه او له نیمګړتیاوو پرته ترسره کړئ، له خلکو سره ښه چلند ولرئ، په نورو باندې مهربان واوسئ او د هر هغه کار له ترسره کېدو څخه په کلکه ډډه وکړئ، کوم چې ستاسو شخصیت تر پوښتنې لاندې راولي.

۳ ـــ آیا نن مې خپل کار په سمه توګه ترسره کړ؟  

آیا کار ته له تګ څخه مو ښه احساس درلوده؟ آیا په ټول توان او هڅې سره مو خپله دنده ترسره کړه؟ که چېرې ځواب منفي دی، نو د خپلې سستۍ، ټنبلۍ او بې انګېزه ګۍ لامل پیدا کړئ او وروسته د خنډ د له منځه وړلو له پاره خپلې ټولې هڅې په کار واچوئ. له کار او ژوند څخه خوښي او رضایت، ستاسو د بریا کچه لوړوي.

۴ ـــ نن مو کوم نوی څیز زده کړ؟

هره ورځ د نویو څیزونو د زده کړې په لټه کې واوسئ. په ژوند کې فعال ذهن او روغه سټه، ستاسو ارزښتمنه شتمني ده، خپل ذهن فعال او خوځنده وساتئ. کتاب ولولئ، هره ورځ د خپلو لغتونو لمن پراخه کړئ، په هغو کارونو او مهارتونو پسې لاړ شئ، چې له هغو سره مینه لرئ او ستاسو له پاره ګټور دي.

۵ ـــ د یوه روغ ژوند د لرلو له پاره باید څه وکړئ؟

هرڅوک د خپلې روغتیا مسؤول دی. وخت او شرایطو ته په کتو سره، په خپل ورځني پروګرام کې لږ ورزش او خوځښت ته ځای ورکړئ. له بدو خوړنیزو عادتونو څخه ډډه وکړئ، په خپل ورځني خوړنیز پروګرام کې ښو او سالمو خوړو ته ځای ورکړئ، له خپل خوړنیز پروګرام څخه نا سالم خواږه لرې کړئ.

۶ ـــ د چاپېریال ساتنې له پاره مو کوم کار ترسره کړی دی؟

زموږ ټولو دنده ده، چې له هغې خاورینې کرې څخه د ساتنې له پاره، په کومه کې چې موږ ژوند کوو، ګام پورته کړو. د مخ وینځلو او مسواک وهلو پرمهال باید ډېر پام وکړئ، چې ډېرې اوبه مصرف نه کړئ، اضافي ګروپونه ګُل کړئ، له هغو برېښنایي وسایلو څخه چې ګټه نه اخلئ، له برق څخه یې وباسئ. په دې کار سره به راتلونکي نسل ته یو پاک او سالم چاپېریال په واک کې ورکړئ.

۷ ـــ آیا خپلې کورنۍ او دوستانو ته مو دا ویلي، چې څومره مینه ورسره لرئ؟

د ویلو او بیانولو اصطلاح ته پام وکړئ، د مینې او لېوالتیا له پاره یوازې مینه ناک چلند بسنه نه کوي، خپله مینه او لېوالتیا د اصطلاحګانو په چوکاټ کې بیان کړئ او هره ورځ د دې کار له پاره یو ځانګړی وخت په پام کې ونیسئ، همدا د مینې او لېوالتیا کوچنۍ څرګندونه په تاسو او ستاسو په شاو خوا خلکو کې غوره احساس را منځته کوي، په تاسو او ستاسو په کورنۍ کې، له ژوند څخه د خوښۍ کچې ته ډېرښت ورکوي، د دوستۍ اړیکې مو لا پسې ټینګېږي.

۸ ـــ آیا د خپلې مېرمنې ترڅنګ اوسېدو له پاره مو وخت په پام کې نیولی؟   

د خپلې مېرمنې ترڅنګ اوسېدو له پاره وخت ځانګړی کړئ. اړینه نه ده، چې هره ورځ بهر لاړ شئ، یوازې دومره بسنه کوي، هره ورځ د خپلې مېرمنې له پاره وخت ځانګړی کړئ او له هغې سره د احساساتو، تجربو او هغو پېښو په اړه، چې د ورځې په اوږدو ورسره مخامخ شوي یاست خبرې وکړئ، خپلې مېرمنې ته هم اجازه ورکړئ، خپلې خبرې او د زړه خواله له تاسو سره شریک کړي او خبرو ته یې ښه غوږ ونیسئ.

۹ ـــ آیا نن له چا څخه خپه شوي یاست؟

مخکې تر دې، چې وغواړئ، د ورځې په ټولو پېښو باندې یو ځل له ځان سره مرور وکړئ او که چېرې له چا سره مو شخړه او لانجه کړې وي، له ویده کېدو مخکې، موضوع د ځان له پاره حل کړئ، اصلاً مهمه نه ده، چې په دې شخړه کې څوک ګرم دی، اړیکه ونیسئ او بښنه وغواړئ او هڅه وکړئ، چې خپله ستونزه له منځه یوسئ. کینه روغتیا ته ډېر زیات زیان رسوي. غوسه د وخت په تېرېدو ستاسو روح ته نه جبرانېدونکی زیان ور اړوي؛ نو د خپل ذهن، روح او جسم د آرامتیا په خاطر بښنه وکړئ او په آرامه ویده شئ.

۱۰ ـــ آیا له خپل ژوند څخه خوشاله او راضي یاست؟

له خپلو شته څیزونو څخه خوند واخلئ او خوشاله اوسېدل د ژوند اصلي موخه وګرځوئ، د ځان له پاره موخه وټاکئ او په ټول توان او انرژي سره هغې ته د رسېدو له پاره هڅې وکړئ. هڅه وکړئ، چې موخې ته د رسېدو په تګلوري کې، له ژونده خوند واخلئ. په یاد ولرئ، هر څومره چې خوشاله ژوند ولرئ، نو په ژوند کې ستاسو د بریا کچه ډېرېږي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button