ډرمپ یوځل بیا د شمالي کوریا ولسمشر ته ګواښ وکړ

دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون په تلویحي توګه شمالي کوریا ته پوځي ګواښ وکړ .

هغه وویل پینځویشت(۲۵) کاله کیږي چې د امریکا  ولسمشرانو له شمالي کوریا سره خبرې کړي ، موافقې یې ورسره کړي او ډیرې پیسې یې هم ورکړي دي .

د امریکا ولسمشر ټرمپ زیاته کړه دغه لارې کومه نتیجه نه ده ورکړې او لږ وخت وروسته د موافقو خلاف ورزي شوې  ده او د امریکا مرکچیانو ته دوکه ورکړل شوې ده .

د امریکا ولسمشر ټرمپ تیره اونۍ هم دشمالی کوریا په وړاندې په تسلیمیدا د پخواني ولسمشر باراک اوباما په تورنولو سره وویل زه د باراک اوباما تجربه نه  تکراروم .

دامریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په جنګ غواړي کړچار سره د شمالي کوریا او د امریکا ترمینځ تاوتریخوالی زیات شوی دی .

یادونه: ټرمپ په ځلونو په شمالي کوریا د پوځي حملې ګواښونه کړې ده

شمالي کوریا ویلي دي ترهغه وخته چې امریکا او ملګري ېې د پیانګ یانګ پرضد ګواښونو ته دوام ورکوي دغه هیواد به دخپلې وار مخکې حملې د توان او د پوځي وسونو د پیاوړي کولو کار  ته دوام ورکړي .

 

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button