په درود شریف کې د ابراهیم علیه السلام نوم

دیني لیکنې

(نشرونکی: ویس احسان ـ چهار شنبه ۱۱اکتوبر /۲۰۱۷)
ولې په درود شریف کې د إبراهیم علیه السلام نوم ذکر شوی دی ولې دنورو أنبیاؤ علیهم السلام نوم نه دی ذکر شوی!؟

لیکـــنه: فرمان الله نجرابوال

که تاسو دپورتنۍ پوښتنې ځواب دا ورکوئ چی إبراهیم علیه السلام یو له هغوو پنځو أولوالعزم انبیاؤ علیهم السلام څخه دی .
بیا پوښتنه داده چې أولو العزم خو پنځه تنه دي ولې إبراهیم علیه السلام په یادلو کې ځانګری شوی ولې عیسی علیه السلام،جدنا نوح علیه السلام، موسی علیه السلام دوی هم أولو العزم دي خوبیا هم دوی نوم په درود کې موږ نه یاده وو!؟
همداراز په شبانه ورځ کې پنځه لمونځونه دي موږ په هر لمانځه کې دإبراهیم علیه السلام نوم آخلو او دغه راز غوره درود هغه دی چې موږ یې په هرلمانځه کې ولولو! هغه درود دادی: ألهم صلی علی محمد وعلی آل محمد کماصلیت علی إبراهیم وعلی آل إبراهیم إنک حمید مجید .
آیا کومه ورځ مو له ځانه پورتنۍ پوښتنه کړې ده دځواب په لټه کې وئ !؟
راشئ ! ددې پوښتنې ځواب په قرآن مجید کې شته او ډېره اسانه ځواب یې دی خو دهغه چالپاره چې قرآن شریف په تدبر او تفکر سره لولي.
په سُوۡرَةُ الشُّعَرَاء : 84 نمبر آیات کې راغلي”
وَاجْعَل لِّى لِسَانَ صِدْقٍ فِى الْءَاخِرِينَ”
ژباړه :او په وروسته نسلونو کښي رښتيا نومياليتوب را په برخه کړه؛
په یاد سورة کې إبراهیم علیه السلام دعا کړې ده او الله جل جلاله یې دعا قبوله کړې ده او ددې دوعا قبلیدا نتیجه همداده چې په درود شریف خاص د إبراهیم علیه السلام نوم یاده وو او دنورو أنبیاؤ علیهم السلام نه ذکر کیږي!!
ومـــا علینا إلا الـــبلاغ

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button