د بدعت پېژندنه او ډولونه

لیکنه: رحمت الله نړیوال

د بدعت لغوي معنا

علامه مرتضی زبیدي رح وایي:چې بدعت (د با په زېر سره)هغه نوي کار ته ویل کیږي چې په دین کې تر بشپړېدو وروسته را منځ ته شي.(تاج العروس ج ۵ ص۲۷۱)

امام راغب اصفهاني وایي:چې بدعت هغه قول و فعل ته وایي چې ویونکی او کوونکی یې د صاحب شریعت پر پله نه وي تللی.(مفردات القرآن ص۳۷ یا۸۹ )

علامه شاطبي رح وایي: بدعت د (ب د ع) نه جوړ دی، او په عربي ژبه کې (ب د ع)ماده هر هغه نوي شي ته کاریږي چې مخکې بېلګه و نه لري،لکه الله ج چې وایي: بدیع السموات والارض.الایة.

یعني الله ج بغیر له مخکې بېلګې او نمونې نه ځمکه او آسمانونه پیدا کړي دي.او کله چې څوک یوه نوې طریقه ایجاد کړي نو عرب وایي: ابتدع فلان بدعة.

بدعت ته هم ځکه بدعت وايي چې په خیرالقرون کې بېلګه نه لري.

او د نوي طریقې ایجاد ته ابتداع وایي،او دغه نوي بڼې او عمل ته بدعت وایي،او کوونکي ته مبتدع یا بدعتي وایي.

د بدعت شرعي تعریف
د بدعت په شرعي تعریف کې هم د لغوي غوندي علماوو بیلابیل تعبيرونه کارولي دي.

علامه بدرالدین عيني رح وایي:
چې بدعت د هر هغه نوي کار ايجاد ته وایي چې د نبي علیه السلام په وخت کې نه وي شوی.(عمدة القاري ج۵ ص ۳۵۶)

مولانا محمدیوسف لدهیانوي رح وایي:
کوم شی چې د نبي علیه السلام،صحابه وو،تابعينو او تبع تابعینو په وخت کې نه و مروج،هغه د دین و ثواب په نیت کولو ته بدعت وايي.(اختلاف امت اور صراط مستقیم حصه اول ص ۹۳)

علامه شاطبي رح وايي:
بدعت په دین کې هغې نوي طریقې ته وايي،چې شریعت ته ورته وي او په عبادت کې د زیات ثواب او مبالغې په توګه وشي.
طريقة في الدين مخترعة تضاهي الشريعة يقصد بالسلوك عليها المبالغة في التعبد لله سبحانه.(الاعتصام ج1 ص7.)
د علامه شاطبي رح تعریف ښه جامع او واضح تعریف دی،علامه شاطبي رح دلته څو مهمو ټکو ته په کې اشاره کړې ده.

لومړی:فی الدین. ټکی زیات کړی،چې دغه نوې طریقه به په دین کې ایجاد شوې یي، لهذا که څوک یو دنیوي نوی شی ایجاد کړي هغه ته بدعت نه وایي،لکه نن سبا د ټیکنالوجۍ نوي ایجادات.
دویم:مخترعة، یعني داسي طریقه ایجادول چې په شریعت کې څه اصل ونه لري،لهذا که یې په شریعت کې اصل درلود،هغه بدعت نه بلل کیږي،لکه د نحوي، صرف،او اصولو علم.
دریم:تضاهي الشريعة،دغه نوې طریقه به شریعت ته ورته وي،که چیري دا نوې طریقه شریعت ته ورته نه وه،بیا بدعت نه بلل کیږي.

څلوم: المبالغة في التعبد، په دغه نوي کار کې به یې نیت هم د ثواب وي،که چیري نیت د ثواب په کې نه وي،بیا بدعت نه دی،لکه چې یو څوک په صابون مخ پریولي.

د بدعت ډولونه
بدعت دوه ډوله لري، ۱ بدعت حقیقي چې ورته بدعت اصلي هم وايي ۲ بدعت اضافي چې ورته بدعت وصفي هم وایي.
بدعت حقیقي:هر هغه نوي کار چې په شریعت کې اصل ونه لري،او د ثواب په نیت وشي،لکه زموږ په مذهب کې رهبایت،محفل میلاد،کلیزه او………

بدعت اضافي:هر هغه نوي کار ته ویل کیږي چې په شریعت کې اصل لري،البته د هغه څرنګوالی، مقدار،طریقه او وخت په شریعت کې نه وي،څوک یې د ثواب په نیت له ځانه په کې را باسي.لکه د جنازې له لمانځه وروسته اجتماعي دعا،اوس اصل دعا یا اجتماعي دعا خو اصل لري،خو دغه وخت و ځای او څرنګوالی یې نوي ایجادات دي.(نفحات التنقیح ج۱ ص ۶۰۴ الاعتصام ص ۲۸۶، ایضاح الحق الصریح اردو ص ۵۳.۷۲)

په دغه ډول بدعت کې ډېری خلک را ګیر دي، عوام څه چې علماء هم په کې مبتلا دي،ځیني یې په دانسته او ځیني یې په نادانسته توګه کوي،حتا چې ځیني یې د سنت په نیت هم کوي،خو هغه سنت نه دی.

الله ج دي موږ و تاسو ته عقل سلیم او فهم سدید راکړي،چې له داسي بدعاتو ځان وژغورو.آمین

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button