که چیرته د ټلېفون بلوټوت روښانه پرېږدئ له دغه ستونزې سره به مخ شئ!

ځینې کسان د خپل ټلېفون بلوټوت ډېر کله همداسې روښانه پرېږدي او دومره یې په کیسه کې نه وي، خو اوس څېړونکیو په دې اړه یوه ډېره خطرناکه موضوع روښانه کړې ده.

څېړونکي وايي، که چېرې ستاسې د ټلېفون بلوټوت تل روښانه وي، هکران کولای شي ډېر ژر ستاسې ټلېفون ته لاس رسی پیدا کړي او هر څومره ډېټا چې په خپل ټلېفون کې لرئ، درڅخه غلا کړي.

څېړونکي وايي، شاید ستاسې په ټلېفون کې پټ او محرم شیان وي، خو هکران ورته په ډېره اسانۍ لاس رسی پیدا کوي.

څېړنه زیاتوي، کېدای شي ان ستاسې له ټلېفون دا مواد ډېر ژر د انټرنېټ پر لیکه هم شي، ځکه هکران د دې له‌پاره چې ژر لاس رسی پیدا کړي، د انټرنیټ له لارې ښه غلا کوي.

نو پام مو اوسه، هسې غرق شئ.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button