غزل: سبــحاني الماس

 

له وطن ږغ راځي کوي څو هديرې خبرې

وي به تر کمه د سرو وينو او جګړې خبرې؟

 

زه هم يو وخت يو وخت ورځم ترخپله کلي پورې

دردونه ناست وي، کړي د چا د فاتحې خبرې

 

کله مې ياره تنها پرې ښودی د هجر زندان

پکشې کوي زخمي طالب او زولنې خبرې

 

کله ناکله خو دميني زنګوله شرنګوه

درته راوړم به زه پر ژبه ښائستې خبرې

 

دا محبت دی چي د ستورو تر محرابه ورځي

په موسکا کړی ورته د عرش ملائیکې خبرې

 

دغه ځوانان چي په لحد کي توري خاوري سولو

دلته يې کېږي پاته سوي زمزمې خبري

 

ای “سبحاني” دا قافله ځي نو تر ربه رسي

ته غم یې ساته لكه ګلاب لکه ډېوې خبرې

 

 

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button