طالبان: ورسره امریکایی بندي په مرګوني ناروغۍ اخته شوی

عزم ټکی اورګ (یکشنبه، 30 اکتوبر2017):    د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه خبره پاڼه کې چې عزم ته هم رسیدلي ؛ خبرداری ورکړی چې د کابل د امریکایی پوهنتون د دوو برمته ښوونکو څخه چې څه باندي یو کال وړاندي طالبانو تښتولي وو؛  د یوه تن (Kevin King)  روغتیايي حالت یې د اندیښنې وړ دی.

نوموړي پر امریکایي حکومت ږغ کړی چې د خپلو برمته اتباعو د خلاصون په خاطر دې د دوی غوښتني ومني ترڅو دغه ناروغ بندي ته د علاج او تداوي زمینه مساعده شي.  مجاهد زیاتوي که چیري امریکا په دې برخه کې لاپروايی وکړي او د دوی بندي خپل ژوند له لاسه ورکړي دوی به یې په وړاندي مسئول نه وي.

د ذبیح الله مجاهد له لوري رالیږل شوي خبرپاڼه کې داسی ویل شوي:

 

( د امریکايي بندي  (Kevin King) د مريضي په اړه  خبرداری!

له یوکال ډير وخت وشو دوه تنه بندیان چې په کابل کې يې په اصطلاح په امریکايي پوهنتون کې د استادۍ دنده ترسره کوله  د اسلامي امارت د مجاهدینو لخوا نیول شوي دي.
په دغو دوو  کې یو تن امریکایې  استاد کیون کینګ  (Kevin King) د زړه په خطرناکه ناروغۍ او ورسره د بډوډو  په ناروغۍ اخته دی.
موږ يې وخت په وخت د علاج  او پالنې هڅه کړې خو داچې موږ په جنګي وضعیت کې یو او ډيرو طبي اسانتیاوو ته لاس رسی نلرو، نو نشو کولای چې بشپړ علاج يې وکړو.
اوس د نوموړي استاد ناروغي شدیده شوي، د پښو پاړسوب هم ورته پیدا شوی، کله ناکله بیهوشي هم ور باندي راځي او ورځ تر بلې يې ناروغۍ خطرناکه کیږي،
داچې امریکايي جهت د خپلو اتباعو د مرګ او ژوند چندان پروا نه لري، موږ خبرداری ورکوو چې د نوموړو دوو تنو بندیانو د سالم خلاصون لپاره د اسلامي امارت غوښتنې ومني او خپل اتباع خلاص کړي.
او که چیرې په دې خبره کې لاهم ځنډ وکړي او د کیون کینګ  (Kevin King) ناروغي له علاج څخه ووځي او یا ژوند له لاسه ورکړي اسلامي امارت يې په وړاندې ځکه مسئولیت نه لري چي مقابل لوری د موضوع خلاصون ته غاړه نږدي او د خپلو اتباعو ژوند مهم نه بولي.
ذبیح الله مجاهد د اسلامی امارت ویندوی
۱۴۳۹/۲/۱۰هـ ق
۱۳۹۶/۸/۸هـ ش ـــ 2017/10/30م

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button